اقتصاد


له پاکستان څخه د وارداتو په بندیدو سره په خوست کې د سبزیجاتو تولید زیات شو

له پاکستان څخه د وارداتو په بندیدو سره په خوست کې د سبزیجاتو تولید زیات شود خوست د کرنې، اوبو لګولو ا مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړلو وروسته، په دې ولایت کې د سبزیجاتو کښت زیات شوی او خوست په دې برخه کې په ځان بسیا شوی دی؛ تر دې چې اوس ځینې ګاونډیو ولایتونو ته سبزیجات صادروي.








د کابل په بازارونو کې د سرو او سپینو زرو بیې راټیټې شوي

د کابل په بازارونو کې د سرو او سپینو زرو کاروباریان وایي، د ۲۱ عیاره سرو زرو د هر ګرام بیه په یوه اوونۍ کې له ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانیو څخه ۹ زره او ۵۰۰ او د ۱۸ عیاره سرو زرو بیه بیا له ۹ زره او ۱۰۰ افغانیو څخه ۷ زره او ۷۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.


افغان او ترکمنستاني چارواکو په هرات کې د ګډو پروژو د چټکتیا په اړه خبرې کړي

هرات کې د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ترکمنستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو پلاویو د یو شمېر ګډو پروژو د چارو چټکتیا په اړه غونډه وکړه.