
اروپايي پارلمان افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه غونډه کوي
ټاکل شوې د اروپايي پارلمان د بشري حقونو فرعي کمېټه د پنجشنبې په ورځ، د وږي پر ۱۲مه، په بروکسل کې له اروپايي ټولنې څخه افغانستان ته د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه بحث وکړي.
د اروپايي پارلمان په رسمي پروګرام کې راغلي چې دغه بحث د اروپايي کمېسیون او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ تر غونډو وروسته او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په پام ترسره کېږي.
د اروپايي پارلمان د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان/کډوال او پناه غوښتونکي: د پنجشنبې په ورځ به د اروپايي پارلمان غړي د بشري حقونو په فرعي کمېټه کې له اروپايي ټولنې څخه افغانستان ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ستنولو په اړه بحث وکړي. دا بحث د اروپايي کمېسیون او د طالبانو له لوري د ټاکل شویو استازو تر غونډو وروسته او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په پام ترسره کېږي.»
د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عادل وایي: «د اروپا پرېکړې تر دې چې په افغانستان کې د ژوند او امنیتي وضعیت پر ښهوالي ولاړې وي، تر ډېره د کورنیو بحرانونو، د محافظهکارو ګوندونو د فشارونو او د کډوالۍ له موضوع څخه د کوربه ټولنو د ستړیا غبرګون دی. اروپا هڅه کوي د پناه غوښتونکو په اېستلو خپل سیاسي او اقتصادي لګښتونه مهار کړي، په داسې حال کې چې دا اقدام د اروپايي ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو سره په مستقیم ټکر کې دی.»
تر دې وړاندې، د ۱۴۰۵ کال د سرطان پر دویمه، د اسلامي امارت یوه پلاوي د لومړي ځل لپاره په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره کتلي وو.
دغه غونډه په تخنیکي کچه ترسره شوې وه او اصلي موضوع یې د هغو افغانانو بېرته ستنول او منل وو چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نه لري. د اروپايي کمېسیون او سویډن استازو په ګډه د غونډې مشري کړې وه.
د کډوالو د حقونو فعال محمدجمال مسلم وایي: «د کډوالۍ موضوع نن نړیواله شوې ده. د اروپايي پارلمان غړي باید یوازې شعارونه ور نه کړي، بلکې د بشري حقونو او کډوالو د حقونو د دفاع په برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته پابند پاتې شي.»
د کډوالو د حقونو بل فعال محمدخان طالبي محمدزي وایي: «اروپايي هېوادونه باید له اسلامي امارت سره خپلو تعاملاتو ته داسې دوام ورکړي چې د ستنول شویو پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې او کاري فرصتونو زمینه برابره شي.»
د اروپايي ټولنې د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۴ زره او ۲۷۰ افغانانو ته د وتلو امر ورکړل شوی و، چې له ډلې یې ۳۴۰ افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "اروپايي پارلمان افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه غونډه کوي"