
اسلامي همکاریو سازمان: د ښځو محدودیتونه دې لرې شي
د اسلامي همکاریو سازمان دوه ورځنۍ غونډه د یوه پرېکړهلیک په تصویب سره پای ته ورسېده.
د دغه سازمان د ښځینه وزیرانو نهمه غونډه چې په اسلاماباد کې جوړه شوې وه، په خپل وروستي پرېکړهلیک کې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په ۳۲ مادهییز پرېکړهلیک کې ویل شوي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او ګډونوالو د ښځو د زدهکړو او مسلکي فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
په پرېکړهلیک کې راغلي: «موږ په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د دوامدارو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه لرو؛ ځکه دا محدودیتونه له هغو اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي چې د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو او پرمختګ ساتنه کوي.»
سیاسي شنونکي ګل محمدالدین محمدي ویلي: «هر هغه څه چې د دوی په باور د ښځو د حقونو خلاف دي او یا یې له شریعت سره په ټکر کې بولي، باید د اسلامي امارت له چارواکو سره مخامخ مطرح شي او د همکارۍ او حل غوښتنه یې وشي.»
د پرېکړهلیک په بله برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ غړو هېوادونو له افغانستانه غوښتي چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو د بشپړې، برابرې او اغېزمنې ونډې زمینه برابره کړي.
د ښځو د حقونو فعالې ممتاز یوسفزۍ ویلي: «په تېرو پنځو کلونو کې موږ ونه شو کولای چې ټولنې ته کافي مسلکي ښوونکې او ډاکټرانې وړاندې کړو. له دې سره، که یوه مور زدهکړې ولري، کولای شي لوستي اولادونه وروزي.»
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه د دې پرېکړهلیک په اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو د چارو ادارې رییس نورالحق انور په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ښځو د حقونو په اړه د لوېدیځ ادعاوې رد کړې دي.
نورالحق انور ویلي: «هغه څه چې دوی یې حقونه بولي، که له شریعت سره پرتله شي، د سمندر د یوه څاڅکي په څېر دي. هغه څه چې د ښځو د حقونو په نوم یې وړاندې کوي، په حقیقت کې د ښځو حقونه نه، بلکې پر هغوی ظلم او جفا ده.»
د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د ۵۷ هېوادونو د استازو په ګډون، د ښځو د ملاتړ او هغوی ته د فرصتونو د برابرولو پر ټینګار، د دوشنبې په شپه پای ته ورسېده.
لومړی نظر وکړئ on "اسلامي همکاریو سازمان: د ښځو محدودیتونه دې لرې شي"