
اوچا او ډبلیوافپي افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی
د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر یا اوچا وایي، په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د امریکا د مرستو تر ځنډېدو وروسته د بشري مرستو د سازمانونو لپاره د بودجې کمښت پر یوې جدي اندېښنې بدل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) او د خوړو نړیوال پروګرام د مالي سرچینو د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې او وایي چې دغه وضعیت د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره د دوی وړتیا محدوده کړې ده.
اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۱۴۰۴ کال له مرغومي څخه تر کب میاشتې پورې ۴.۷ میلیونه افغانانو ته مرستې رسول شوې دي؛ خو ټینګار یې کړی چې لا هم میلیونونه نور کسان دوامداره او کلنیو ملاتړونو ته اړتیا لري.
د اقتصادي چارو شنونکی، حسیب الله محب زاده په دې اړه وايي: « د دې ناورین مدیریت پر دې ولاړ دی چې دغه مرستې باید دوام ومومي او زیاتې شي. دا مرستې باید د اړوندو ادارو ترمنځ د باور جوړونې په توګه وګڼل شي او باید د خلکو پر ژوند څرګند او مثبت اغېز ولري.»
په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د بشري مرستو بودجه
ټوله اړتیا: ۱.۷ میلیارده ډالر
تر مارچ میاشتې تمویل شوې بودجه: ۱۹۵ میلیونه ډالر (۱۱٪)
بیړنۍ بودجه: ۴۶۵ میلیونه ډالر
د بیړنۍ بودجې کموالی: ۵۸ سلنه بې تمویله
اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو اړمن کسان نږدې ۲۲ میلیونه تنه بللي دي.
په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال اجرایوي رییس له سکای نیوز سره په خبرو کې د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي چې هېواد د خوارځواکۍ له بحران سره مخ دی او نږدې پنځه میلیونه ماشومان او میندې له خوارځواکۍ کړېږي، په داسې حال کې چې د هغوی د ژغورنې لپاره اړینې مرستې نشته.
د خوړو نړیوال پروګرام د مرستیال اجرایوي او عملیاتي رییس، کارل سکائو په دې اړه وايي: « په افغانستان کې، چې زه تازه ترې راستون شوی یم، یوازې له ۸ تر ۱۰ سلنه پورې اړینه بودجه برابره شوې ده. افغانستان اوس د خوارځواکۍ له بحران سره مخ دی. پنځه میلیونه ماشومان او میندې له خوارځواکۍ کړېږي؛ خو د هغوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړینې مرستې نشته.»
اړمن کسان او د مرستو د پوښښ کچه
اړمن: ۲۱.۹ میلیونه کسان
د مرستو موخه: ۱۷.۵ میلیونه کسان
د مارچ تر پایه د مرستو پوښښ: ۲۷ سلنه
په همدې حال کې اقتصاد وزارت وایي چې یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، او نړیواله ټولنه باید د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو او د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب هم وايي: « نړۍواله ټولنه باید د بندیزونو د لرې کولو او د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره، د کارموندنې او د خوړو د ناامنۍ پر ضد د مبارزې له لارې، عملي ګامونه او دوامدارې همکارۍ وکړي، څو د اړمنو کورنیو پر بهرنیو مرستو تکیه کمه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې مرستندویه سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د بودجې دوامداره کمښت او د نړیوالو مرستو کموالی کولای شي په افغانستان کې بشري بحران او د خوړو نا امني لا پسې زیاته کړي؛ هغه بحران چې د نړیوالو سازمانونو په وینا، میلیونونه کسان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د خوارځواکۍ او بېوزلۍ له خطر سره مخ کړي دي.
لومړی نظر وکړئ on "اوچا او ډبلیوافپي افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی"