ایټالیا کې د ۳ افغانانو او ۱ پاکستاني وژل کېدل؛ ۲ پاکستاني نیول شوي

💬0

ایټالیا کې د ۳ افغانانو او ۱ پاکستاني وژل کېدل؛ ۲ پاکستاني نیول شوي

د کډوالو د موټر سوځولو د ویډیويي له خپرېدو وروسته، ایټالوي رسنیو د وژل شویو کسانو هویت د ۱۹ او ۲۹ کلونو ترمنځ ځوانان ښودلی چې درې افغان کډوال او یو پاکستانی پکې شامل دي.

امین فضل (۲۸ کلن)، عصمت (۱۹ کلن)، صافي (۲۷ کلن) او وسیم خان (پاکستانی، ۲۹ کلن) د دې پېښې قربانیان دي.

ایټالوي رسنیو راپور ورکړی چې د دې پېښې په تړاو دوه پاکستاني وګړي نیول شوي دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، قربانیان د کرنیزې فابریکې کارګران وو چې د ټیټ معاش د ورکړې له امله یې له خپلو پاکستاني کارګمارونکو سره شخړه کړې وه.

محمدتاج، ۳۵ کلن، د افغان کډوالو له هغو ژغورل شویو کسانو څخه دی چې لا هم یې پر لاسونو د سوځېدو نښې ښکاري. نوموړي ایټالوي خبریالانو ته ویلي چې دی او نور قربانیان، چې په یوه خونه کې اوسېدل، د کاري قرارداد او د خپلو پیسو غوښتونکي وو، خو د پاکستاني کارګمارونکو له خوا وسوځول شول.

محمدتاج، ژغورل شوی کس، وایي: «موږ قرارداد نه درلود، هو، موږ د کاري قرارداد غوښتنه کوله.»

یو ایټالوي خبریال وایي: «دا د قربانیانو انځورونه او اسناد دي. هغوی په همدې کور کې اوسېدل. په دې کور کې لس کسان اوسېدل؛ ټول افغانان وو او د دوی د ډلې مشران یا کارګمارونکي پاکستانیان وو.»

دې پېښې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

په ایټالیا کې د لوړوپوړو چارواکو، په ګډون د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني، له خوا دا پېښه یو وحشتناک جرم بلل شوې او ژمنه یې کړې چې عاملان به یې عدالت ته وسپارل شي.

هغې په اېکس پاڼه کې لیکلي چې ایټالیا به د «تاوتریخوالي او وحشت» پر وړاندې شاتګ ونه کړي.

جورجیا میلوني، د ایټالیا لومړۍ وزیرې ویلي: «ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونه کړي. اړینه ده چې د دې وحشتناک جرم ټول اړخونه روښانه شي او هر هغه څوک چې پکې لاس لري، عدالت ته راکش شي.»

په افغانستان کې هم د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه ټکان ورکوونکې او غیرانساني بللې او غندلې یې ده.

دغه وزارت له ایټالیايي حکومت څخه غوښتي چې عادلانه او هر اړخیزې څېړنې ترسره کړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «له اړوندو مسوولو چارواکو غوښتل شوي چې د دې پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو د خوندیتوب او د عدالت د تأمین لپاره لازم ګامونه پورته کړي. همدارنګه په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، انساني کرامت، امنیت او بنسټیزو حقونو پر ساتنې ټینګار شوی او هیله څرګنده شوې چې د دې ډول دردناکو پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن او لازم تدابیر ونیول شي.»

د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایټالیا کالابریا سیمه په وروستیو کلونو کې د کډوالو کارګرانو، په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې، له مهمو مرکزونو څخه وه. د بشري حقونو بنسټونو هم څو ځله په دې سیمه کې د سختو کاري شرایطو، د کارګرانو د قاچاق او له کډوالو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه خبرداری ورکړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایټالیا کې د ۳ افغانانو او ۱ پاکستاني وژل کېدل؛ ۲ پاکستاني نیول شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*