
د ملګرو ملتونو استازې: د افغان ښځو او نجونو ملاتړ باید زیات شي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې له حکومتونو او نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ او په هغوی پانګونې ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو دا چارواکې په دې باور ده چې د افغانستان د ښځو او نجونو له زدهکړو، کار، تګ راتګ، په عامه ژوند کې له ګډون او د قانون پر وړاندې له برابرۍ محرومیت باید په یوه عادي وضعیت بدل نه شي.
د هغې په وینا، د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي او پوهنتونونو ته یوازې نارینه د تګ اجازه لري.
سوزان فرګوسن وویل: «زه له ټولو حکومتونو او نړیوالو مرستندویانو غواړم چې پر افغان ښځو او نجونو پانګونې ته دوام ورکړي او بهرنۍ مرستې زیاتې کړي، نه دا چې کمې یې کړي؛ ځکه تر دې لږ اقدام به د افغانستان د ښځو او نجونو د یوازې پرېښودو په معنا وي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې همداراز ویلي، پر زدهکړو محدودیتونه د روغتیا په برخه کې د ښځینه کارکوونکو د مخ په زیاتېدونکي کمښت لامل شوي او دې وضعیت روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی ستونزمن کړی دی؛ په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د دودونو له مخې ښځې نه شي کولای له نارینه ډاکټرانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي.
هغې زیاته کړه: «ډېرې دغه ښځې او نجونې په رښتیا غواړي په افغانستان کې ونډه ولري. هغوی غواړي د هېواد په پراختیا کې برخه واخلي، غواړي افغانستان پرمختګ وکړي او دوی هم د دغه پرمختګ برخه وي. د دې نه کارول شوي ظرفیت لیدل ستونزمن دي؛ هغه ښځې چې غواړي هېواد مخته یوسي.»
د ښځو د حقونو یوې فعالې هم له ملګرو ملتونو او اسلامي امارت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.
د ښځو د حقونو فعالې ممتاز یوسفزۍ وویل: «حکومت باید ملاتړ وکړي او په ځانګړې توګه نړیواله ټولنه، چې اوس په افغانستان کې حضور او فعال دفترونه لري، باید دې برخې ته پام وکړي. په افغانستان کې له ښځو باید ملاتړ وشي او حکومت هم باید ډېره پاملرنه وکړي.»
تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي چې په هېواد کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین دي.
لومړی نظر وکړئ on "د ملګرو ملتونو استازې: د افغان ښځو او نجونو ملاتړ باید زیات شي"