
د هوا د تودوخې زیاتوالي سره په کابل کې د برېښنا پرچاوي او د ښاریانو ستونزې
د کابل اوسېدونکي وایي، په وروستیو اوونیو کې د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره هممهاله، د برېښنا سخت کمښت او د پرچاوي زیاتوالی يي د ورځني ژوند یوه بله جدي ستونزه ده.
د دوی په وینا، د کابل په ډېری سیمو کې خلک د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې یوازې له شپږو تر اوو ساعتونو پورې برېښنا لري.
د کابل د اتمې ناحیې اوسېدونکي، عليرضا وویل: «په ۲۴ ساعتونو کې ښايي یوازې درې یا څلور ساعته برېښنا ولرو. د برېښنا له نشتوالي سره کولر او نور یخوونکي وسایل هم ګټه نه کوي. موږ په خپل دوکان کې د حرارتي برېښنا څخه هم کار اخلو.»
د کابل د دویمې ناحیې بل اوسېدونکي، محمد بشیر وویل: «د برېښنا نشتون موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو. له حکومت څخه غواړو چې د دې ستونزې لپاره یوه دایمي حللاره ومومي.»
په ورته مهال، د برېښنایي وسایلو یو شمېر پلورونکي وایي چې په وروستیو ورځو کې یې بازار غوړېدلی دی.
د دوی په خبره، ډېری خلک د برېښنا د پرچاوي د زیاتوالي او دولتي برېښنا ته د نه لاسرسي له امله د لمریزې برېښنا وسایل او تجهیزات اخلي.
د برېښنایي وسایلو پلورونکي، سلیمان وویل: «سږ کال ډېری پېرودونکي د لمریزې برېښنا وسایلو ته لېوالتیا لري، ځکه په ډېرو سیمو کې برېښنا دوامداره نه ده او دا وسایل د بټرۍ له لارې کار کوي.»
برېښنا شرکت هم مني چې په اوړي کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې او لامل یې په دې موسم کې د برېښنا د لګښت لوړېدل بولي.
د دغه شرکت ویاند وایي، په کابل کې د برېښنا د پرچاوي د کمولو لپاره هڅې روانې دي.
د یاد شرکت ویاند، محمد صادق حقپرست وویل: «په کابل کې د برېښنا د پرچاویو دویم لامل دا دی چې د پخواني حکومت پر مهال کارول شوي ډېری لینونه او ټرانسفارمرونه معیاري نه دي او بدلولو ته اړتیا لري. په ګڼو سیمو کې دا کار بشپړ شوی او په نورو سیمو کې هم روان دی. د دې بهیر له بشپړېدو سره به پرچاوي هم راکمې شي.»
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، کابل ښار تر ۷۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو کورنی تولید او وارداتي برېښنا یوازې شاوخوا ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا برابرولای شي.
لومړی نظر وکړئ on "د هوا د تودوخې زیاتوالي سره په کابل کې د برېښنا پرچاوي او د ښاریانو ستونزې"