
مزارشریف کې د وسپنې پټلۍ پنځم تمځای هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د حیرتان – مزارشریف د وسپنې پټلۍ پنځم تمځای د ۶.۳ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت تر رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لومړي ځل لپاره یوه سوداګریزه جوپه د رېل ګاډي له لارې د مزارشریف ښار دغه تمځای ته را ورسېده.
د دې تمځای د پرانیستې په مراسمو کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني د اوزبیکستان له همکارۍ مننه وکړه او یو ځل بیا یې له کورنیو او بهرنیو پانګهوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په راتلونکي کې به د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ تګ راتګ له ویزې او پاسپورټ پرته هم شونی شي.
د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر و ویل: «انشاءالله د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ به تګ راتګ نور هم زیات شي او په راتلونکې کې به داسې هوکړه وشي چې پاسپورټ او ویزې ته به اړتیا نه وي.»
د ټولګټو چارو وزیر هم په هېواد کې د وسپنې پټلۍ د پراختیا خبر ورکړ او ویې ویل چې د اوزبیکستان په همکارۍ د حیرتان ـ هرات د ۶۵۷ کیلومتره وسپنې پټلۍ د سروې چارې او دغه راز د هرات ـ کندهار د ۸۷۸ کیلومتره وسپنې پټلۍ سروې د دې وزارت له بودیجې روانه ده.
د خصوصي سکټور مسوولین هم د وسپنې پټلۍ پراختیا د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، د لګښتونو او د لېږد د وخت د کمېدو او دغه راز د پانګونې د ودې لپاره مهمه بولي.
د ټولګټو چارو وزیر، محمدعیسی ثاني و ویل: «له هرات تر فراه، له فراه تر نیمروز، له نیمروز تر هلمند، له هلمند تر کندهار او دغه راز له کندهار تر سپین بولدک پورې، چې ۸۷۸ کیلومتره د وسپنې پټلۍ ده، د سروې او ډیزاین چارې یې د اسلامي امارت له بودیجې ترسره کېږي.»
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد ابراهیم غضنفر و ویل: «دا پروژه به د توکو د لېږد لګښت او وخت راکم کړي او د صادراتو د زیاتوالي، د پانګونې د ودې، کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د ملي اقتصاد پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي.»
د ټولګټو وزارت مسوولین وایي، دا تمځای چې د مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري، په دوو کاري پړاوونو کې د څه باندې ۵۰ واګونونو د تخلیه کولو وړتیا لري.
په دې پروژه کې د اداري ودانیو بیارغونه، د برېښنا او تودوخې سیسټمونو نوي کول، د زېربناوو سمبالول، د برېښنايي پوستو مرکزي کول او د ۷۵ کیلومتره په اوږدو کې د څارنې او روښنایۍ سیسټم لګول شامل دي.
د بلخ د ټولګټو رییس، عبدالصبور صایر و ویل: «د دې پروژې لګښت چې په ریلي او غیر ریلي او د لیکو د جوړولو په برخه کې یې له دوست هېواد اوزبیکستان سره قرارداد شوی و، ۶.۳ میلیونه ډالره دی او د ټولګټو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.»
د اوزبیکستان د وسپنې پټلۍ ادارې رییس، ظفر غیاثوویچ نظراف و ویل: «د دې پروژې په چوکاټ کې د نایباباد – مزارشریف تمځای اداري ودانۍ بیارغول شوې او د برېښنا او تودوخې سیسټمونه نوي شوي دي. سربېره پر دې، زېربناوې په عصري وسایلو او تجهیزاتو سمبالې شوي، د برېښنا نوې پوسته په مرکزي ډول اداره کېږي او د ۷۵ کیلومتره په اوږدو کې د څارنې او روښنایۍ سیسټمونه لګول شوي دي.»
چارواکي د سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت د لوړوالي او د بندرونو د ۲۴ ساعته فعالیت خبر ورکوي او وایي چې اوس د وسپنې پټلۍ له لارې د لېږدېدونکو توکو کچه په اوونۍ کې ۲۳۵ زره ټنو ته رسېدلې، چې نږدې ۷۰ سلنه یې د حیرتان بندر له لارې لېږدول کېږي.
لومړی نظر وکړئ on "مزارشریف کې د وسپنې پټلۍ پنځم تمځای هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو"