
هرات کې له ۱۸ کلنو د کم عمره ځوانانو پر موټر چلولو بندیز ولګول شو
هرات کې د ټرافیکي پېښو له زیاتېدو سره سم، له ۱۸ کلنو پر کم عمره کسانو د موټر چلولو بندیز ولګول شو.
مسوولین وایي، دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو ډېری عاملین له ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان دي.
د هرات د ټرافیکو مدیریت د پېښو د څېړنې امر، حسیبالله مسافر وایي: «د ډېرو ټرافیکي پېښو لامل کمعمره کسان دي. له دې وروسته تر اتلس کلنۍ کمعمره کسانو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکول کیږي. که تر اتلس کلنۍ کمعمره څوک موټر وچلوي، موټر به یې د ټرافیکو له لوري ودرول شي او د ټرافیکو مدیریت ته به انتقال شي.»
د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رییس، عبدالاحد خېرخواه و ویل: «موږ د ټرافیکي ګڼېګوڼې د کمولو او د ټرافیکي قوانینو د پلي کېدو په برخه کې هڅې کوو. همدارنګه یوازې هغو کسانو ته د موټر چلولو اجازه ورکول کیږي چې شرایط پوره کړي؛ یانې هر څوک چې په ښار کې موټر چلوي، باید د موټر چلولو جواز ولري.»
د هرات د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، په تېرو پنځو میاشتو کې دغه ولایت کې ۱۶۱ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه او نږدې ۸ زره او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د هرات اوسېدونکي، مجیب سلطاني و ویل: «ډېری ټرافیکي پېښې د کمعمره کسانو له لوري رامنځته کیږي؛ ځکه دوی ټرافیکي قوانین نه مراعتوي او د پېښو لامل کیږي. که قوانین عملي شي، په هېواد کې به ټرافیکي پېښې ډېرې کمې شي.»
ډاکټر، حبیبالله بهزاد و ویل: «ما څه موده د حوزوي روغتون په بېړنۍ څانګه کې کار کړی دی. د ټرافیکي پېښو له ۷۰ تر ۸۰ سلنې عاملان موټرسایکل چلوونکي وو او ډېری یې له لسو تر اتلسو کلونو هلکان وو.»
له ۱۸ کلونو د کم عمره ځوانانو موټر چلول، د سړک له قوانینو ناخبري، بېنظمي، د سړکونو خرابوالی او د یو شمېر موټر چلوونکو بېپروایي په هېواد کې د مرګونو ټرافیکي پېښو له سترو لاملونو بلل کیږي.
ټولنیز کارپوه، اغا محمد رسولي په دې اړه و ویل: «موږ حتی وینو چې لس، دولس او پنځلس کلن ماشومان په هرات ښار کې موټر چلوي. تر اتلس کلنۍ د کمعمره کسانو د موټر چلولو مخنیوی ډېر ښه او مثبت اقدام دی. باید د دوی د موټر چلولو مخه ونیول شي او حتی مجازات شي، څو بیا موټر ونه چلوي. هرات یو لوی ښار دی او د موټرو، موټرسایکلونو او ریکشاوو تګ راتګ د بېنظمۍ او د ښار د وضعیت د ګډوډېدو لامل شوی دی.»
د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي چې تېر کال دغه ولایت کې ۳۲۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه شوي او له ۱۶ زره او ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې د مسوولینو په خبره، د ټرافیکي پېښو د قربانیانو یوه لویه برخه له ۱۸ کلونو کم عمره تنکي ځوانان دي.
لومړی نظر وکړئ on "هرات کې له ۱۸ کلنو د کم عمره ځوانانو پر موټر چلولو بندیز ولګول شو"