
په ترکیه کې د کثافاتو د مدیریت نړۍواله غونډه پایته ورسېده
د کثافاتو د مدیریت نړۍواله غونډه چې د “د کثافاتو صفر کېدو” په نوم جوړه شوې وه، د ترکیې په استانبول ښار کې د ۱۱۷ څخه د زیاتو هېوادونو د استازو او نږدې شپږ زره ګډونوالو په حضور کې پای ته ورسېده.
په دې درې ورځنۍ غونډه کې د کثافاتو د مدیریت، د اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ او طبیعي پېښو د ننګونو او حللارو په اړه خبرې اترې وشوې.
د غونډې په تخنیکي بحثونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته کېدونکو ستونزو، لکه د ځمکې تودوخې زیاتوالی، وچکالي، د کثافاتو مدیریت او همدارنګه په افغانستان کې د دغو ستونزو د مخنیوي او حل لارو په اړه هم بحث وشو.
د اقلیمي بدلونونو کارپوه، عبدالهادي اچکزی وايي: «نن د غونډې وروستۍ ورځ ده. په دې کنفرانس کې پر بېلابېلو تخنیکي موضوعاتو بحثونه وشول او په ځانګړي ډول د افغانستان او د هغه د بېلابېلو برخو په اړه خبرې وشوې، ځکه افغانستان د دې غونډې د اجنډا برخه و او د کثافاتو د مدیریت له پلوه یو له زیانمنونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.»
د چاپېریال ساتنې متخصصان په دې باور دي چې افغانستان باید په ورته نړیوالو غونډو کې فعاله ونډه واخلي او دوی باید هلته په اغېزناک ډول ګډون وکړي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه، سیدمحمد سلیمانخېل وايي: «په دې ډول غونډو کې اړینه ده چې د افغانستان حضور پیاوړی وي او د افغانستان یو استازی ورته وبلل شي، څو ګډون پکې وکړي او مطرح شوې موضوعګانې هېواد ته راولېږدوي.»
د یادونې وړ ده چې دا غونډه د کثافاتو د مدیریت لپاره د اغېزناکو لارو چارو د ارزونې، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو، د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو د نړیوال کنفرانس کاپ ۳۱ لپاره د چمتووالي په موخه د جون له ۵مې تر ۷مې نېټې پورې په ترکیه کې جوړه شوې وه.
لومړی نظر وکړئ on "په ترکیه کې د کثافاتو د مدیریت نړۍواله غونډه پایته ورسېده"