
یان اېګلنډ: مرستو بندېدل او د ډیپلوماتیک تعامل نشتون د افغانانو کړاو زیاتوي
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان اېګلنډ وایي، د ډیپلوماتیک تعامل نه کولو او د بشري مرستو بندولو په افغانستان کې د اړمنو خلکو ستونزې نه دي حل کړې، بلکې د هغوی کړاوونه یې لا زیات کړي دي.
اېګلنډ، چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی، ویلي په تېرو درېیو کلونو کې نږدې شپږ میلیونه کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي او ډېری راستنېدونکي د سرپناه، کار او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو پرته هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې زرګونه کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د نړیوالو مرستو کمېدو له دغو مرستو څخه ګڼې کورنۍ بېبرخې کړې دي.
یان اېګلنډ ویلي: «ډېر لږ هېوادونه د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او ډېر لږ هېوادونه له افغان چارواکو سره خبرې کوي، څو د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګ لپاره فشار راوړي؛ هغو ښځو او نجونو چې له زدهکړو او کار څخه بېبرخې شوې دي. د مرستو بندول او له ډیپلوماتیک تعامل څخه ډډه کول له میلیونونو اړمنو سره هېڅ مرسته نه کوي، بلکې یوازې د هغوی کړاوونه لا زیاتوي.»
پخواني ډیپلومات عزیز معارج ویلي، په ټوله کې نړیواله انزوا د افغانستان په زیان ده او د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کېدل هم افغانستان ته زیان رسوي.
ورته مهال، په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین اویوالي د عمري کمپ د لیدنې پر مهال ویلي، د روان کال له جنورۍ تر جولای پورې له ۵۰۰ ډېر ماشومان له سرپرست پرته یا له خپلو کورنیو جلا افغانستان ته راستانه شوي دي.
نوموړي د راستنېدونکو پر ملاتړ ټینګار کړی او له تمویلوونکو او شریکانو یې غوښتي چې په افغانستان کې د راستنېدونکو د وضعیت د مدیریت لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عادل هم ویلي، راستنېدونکي بېړنیو او حیاتي مرستو ته اړتیا لري او افغانستان له نړیوالو مرستو پرته په یوازې ځان د دومره ډېرو راستنېدونکو د مدیریت توان نه لري.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې په تېر یوه کال کې نږدې دوه میلیونه کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "یان اېګلنډ: مرستو بندېدل او د ډیپلوماتیک تعامل نشتون د افغانانو کړاو زیاتوي"