
یواینډيپي: افغانان لا هم له بېوزلۍ او بېروزګارۍ سره مخ دي
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، (UNDP) په خپل تازه راپور کې ویلي، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اقتصاد کې ځینې محدود پرمختګونه شوي، خو د خلکو د ژوند شرایط او اساسي خدماتو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نه دی ښه شوی.
د دې ادارې استازي،سټیفن رودریګز ویلي، د افغانستان اقتصادي وده په داسې حال کې روانه ده چې د نفوس وده په چټکۍ سره زیاتېږي، او همدا موضوع د سړي سر عاید د کمېدو او د فقر د زیاتېدو لامل ګرځېدلې ده.
نوموړي نن په کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال ویلي: «یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۷ میلیونه کسان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
تصور وکړئ چې دا څه معنا لري. میلیونونه کسان داسې هېواد ته داخلېږي چې له مخکې نه د فقر، د اوبو کمښت، بېکارۍ او کمزورو خدماتو سره مخ دی.»
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي دغه راز ویلي چې تېر میلادي کال کې د افغانستان له هر څلورو وګړو څخه درې تنو د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود او له ۸۰ سلنې زیاتې کورنۍ له پورونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د ښځو پر پراخ ګډون ټینګار کړی او افغانستان ته د نړیوالو مرستو د کمېدو له بدو پایلو خبرداری ورکوي.
سټیفن رودریګز ویلي: «په جدي پانګونې سره په معیشت، د اوبو سیستمونو، نوي کېدونکي انرژۍ، محلي بازارونو، روغتیايي خدماتو او د خصوصي سکټور پراخولو او په دې ټینګ تعهد سره چې ښځې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز راتلونکي برخه پاتې شي؛ ځکه هېڅ هېواد هغه وخت پرمختګ نه شي کولی چې د خپل نفوس نیمایي برخه له پامه وغورځوي.”
په دې پروګرام کې د جاپان سفیر ویلي چې هېواد یې د افغانستان د ثبات د ملاتړ ترڅنګ د دغه هېواد خلکو ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي.
اروپايي ټولنې هم په ټولنه کې د ښځو پر ګډون او د هغوی پر حقونو ټینګار کړی دی.
په کابل کې د جاپان سفیر، کنیچي ماساماتو ویلي: «لکه څنګه چې په دې راپور کې په څرګند ډول اشاره شوې، د نجونو او ښځو له تعلیمي نظام څخه دوامداره محرومیت په حقیقت کې د هېواد انساني سرمایه کمزورې او خرابه کوي.»
همدارنګه، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي پراختیا او معیشت د برخې مشر، رینټوس هانسن ویلي: «زما په باور، دا راپور په روښانه ډول د ښځو پر وضعیت اغېز بیانوي؛ له دې اړخه چې هغوی د موجودو بحرانونو پر وړاندې زیاتې زیانمنېدونکې شوې دي او هم دا چې د هېواد په اقتصاد کې یې له وړتیاوو څخه سمه ګټه نه اخیستل کېږي.»
د ملګرو ملتونو دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د پراخو راستنېدو تر څنګ د بهرنیو مرستو د کمېدو له زیانونو خبرداری ورکړی و.
لومړی نظر وکړئ on "یواینډيپي: افغانان لا هم له بېوزلۍ او بېروزګارۍ سره مخ دي"