۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه کړای شول

💬0

۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه کړای شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان پکې شامل دي، په پاکستان کې له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ۵۸۵ کسان د تورخم او ۵۵ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلي دي.

حقوق‌پوه مجید کوهستاني په دې اړه و ویل: «ناقانونه کډوالي قانوني پایلې لرلی شي او هر هېواد حق لري چې خپل قوانین پلي کړي، خو د انساني کرامت ساتل او کډوالو ته درناوی اړین دی.»

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون هم وایي چې یوازې په یوه ورځ کې ۳۴۱ افغان کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲ زره او ۸۷ تنه کیږي، له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي دي. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت و ویل: «د مالي کمېټې له لوري په ټولیز ډول له ۴۶۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.»

په ورته مهال، پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې په دغه هېواد کې له نیول کېدو، نامناسب چلند او ځورونې سره مخ دي.

د کډوالو د حقونو فعال، عبدالرازق عدیل و ویل: «تر هغه چې ملګري ملتونه جبري ایستل سره کرښه ونه ګڼي، لویدیځ هېوادونه د دوی نامعلوم برخلیک لرونکې دوسیې حل نه کړي او پاکستان کډوال له خپلو امنیتي مسایلو جلا نه کړي، دا بشري ناورین به دوام ولري.»

د ملګرو ملتونو د اټکل پر بنسټ، د روان زېږیز کال تر پایه به له ۲.۸ میلیونو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شي؛ چې د راستنېدونکو وضعیت ته رسېدنې او د هغوی د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره لا ډېر چمتووالي ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه کړای شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*