د حماس راکټي او د اسرائیلو ځوابي بریدونو کې سلګونه اسرائیلیان وژل شوي

اسرائیل وايي چې د دوی پر خاوره د فلسطیني وسله والو په بریدونو کې لږترږه ۲۵۰ اسرائیلیان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ زیات نور ټپیان دي.

حماس غورځنګ له غزې تراړې پر اسراییل سلګونه توغندي توغولي او هممهاله یې لسګونه وسله وال په ناڅاپي ډول د اسراییلو سویلي سیمو ته ننوتي دي.

دغو وسله والو هلته ګڼ شمېر کسان وژلي او لسګونه نور یې چې ویل کېږي پوځيان او ملکي وګړي دواړه پکې دي، یرغمل نیولي دي.

اسراییلي ځواکونو په ځواب کې پر غزې تراړې درانه هوايي ګوزارونه کړي، چې د فلسطیني چارواکو په وینا تر ۲۳۰ کسان پکې وژل شوي دي.

حماس وسله واله ډله وايي، پر اسراییلو برید کې یې ګڼ شمېر اسرئيلي سرتیري نیولي دي چې ځینې لوړ پوړي افسران هم پکې دي.

د حماس د سیاسي برخې مرستیال له الجزیزې تلویزیون سره په مرکه کې وايي “هغه څوک چې موږ سره بندیان دي، ټول زندانیان به پرې ازاد شي.” ښايي د هغه اشاره به هغو فلسطینینانو ته وي چې اسرائيلو سره بندیان دي.

اسراییلو منلې چې د دفاع ځواک یو مهم جنرال یې هم یرغمل شوی دی.

په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې حماس د اسرائيلو پوځي مرکزونو ته ننوځي او پر شوبلو انځورونه اخلي او خوښۍ کوي.

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو: ”موږ په جګړه کې یوو”

له غزې پر اسرائیلو د توغندیو له ناڅاپي سلګونو ګوزارونو وروسته د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، هېواد یې په جګړه کې دی.

د اسرائیل لومړي وزیر په دې هکله اسرائیلو ته وینا کې وویل: ”د اسرائیل ولسه! موږ له عملیاتو نه تېرېږو، بلکې په جګړه کې یو. دا یوازې د تاوتریخوالي ډېرېدل نه دي، بلکې بشپړه جګړه ده. ”

نوموړی وايي، دا جګړه به دوی ګټي. داسې ښکاري چې د سخت دریځې حماس ډلې لسګونه وسله وال هم د اسرائیل سویلي سیمو ته رسېدلي دي.

لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو هم په خپله وینا کې هم د دې یادونه وکړه او په خبره یې اسرائیلي امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرانو ته یې امر کړی، چې په لومړي سر کې د دې ”ترهګرو ” لېرې کولو اقدام وکړي، چې په خبره یې ”همدا اوس دا عملیات روان دي ” او له دې وروسته په داسې کچه ځوابي جګړه پیل کړي، چې په وینا یې (دښمن له دې مخکې نه وي لیدلې. ”

د حماس پوځي څانګه ادعا کوي چې پر اسرائیل یې په شلو دقیقو کې د راکټونو پنځه زره ګوزارونه کړي دي.

له دې بریدونو سملاسي وروسته د اسرائیل په لر او بر کې له بریدونو د خبرداري سائرنونه وغږول شول.

اسرائیل پوځ له هغه اعلانه سملاسي وروسته چې وايي، خاورې ته یې فلسطیني وسله وال ننوتي، په غزه کې پر هدفونو بریدونه پیل کړل.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ادعا کړې چې پر اسرائیل یې له غزې سیمې د توغندیو زرګونه ګوزارونه کړي او له همدې کبله د اسرائیل په روغتونونو کې د سلګونو ټپي شویو کسانو درملنه شوې.

د حماس دا لوړپوړی محمد ضیاف وايي، حماس پرېکړه کړې ووايي، چې ”نور تر پزې رسېدلي یو. ”

د اسرائیل پوځي ویاند له دې مخکې په یوه خبري غونډه کې ومنله چې د پولې پر سر د تګ راتګ په ایریز نومي ځای او دغه راز د اسرائیلي دفاعي ځواکونو د روزنې په زیکیم نومي مرکز شاوخوا کې اوس هم جګړه روانه ده.

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو، چې فلسطیني وسله وال غزې ته نژدې د اسرائیل په سیدورت نومي ښار کې لیدل شوي دي.

غبرګونونه

دغې پېښې ته ګڼو هېوادونو او بنسټونو غبرګونونه ښودلي دي. د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن وايي، په اسرائيلو کې حالت له نژدې څاري او ټينګار کوي چې “امریکا د اسرائيلو ملاتړ ته ژمنه ده او هغه څه به ورته برابر کړي چې اړتیا یې لري.”

د سره صلیب نړیوال کمېټې بیا له دواړو اړخونو غوښتنه کړې چې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي. دا بنسټ وايي، که حالت نور هم ترنیګلی شي، ولسي خلکو ته به تر ټولو ډېر زیان ورسېږي.

فلسطیني ولسمشر محمود عباس په ورته مهال ویلي، ولس یې حق لري چې ”د اشغالګرو او غاصبو ځواکونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي. ”مصر چې ډېر کله د فلسطین او اسرائيلو ترمنځ د منځګړتوب رول لوبوي، خبر داری ورکړی چې که حالت ترینګلي شي، پایلې به یې “خورا بوږنونکې وي.”

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا په یوه اعلامیه کې ویلي‌،‌ دوی “د فلسطین د خلکو د ازادۍ او له خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق بولي.”

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*