ایران له روسیې پرمختللي جنګي جیټ الوتکې اخلي

ایران له روسیې پرمختللي جنګي جیټ الوتکې اخلي
ایران له روسیې پرمختللي جنګي جیټ الوتکې اخلي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ایران له روسیې سره توافق ته رسیدلی چې له مخې یې ایران له مسکو څخه پرمختللې جنګي جیټ الوتکي رانیسي. ایران تر دې مخکې د اوکراین د جګړې له پاره روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د مارچ میاشتې پر ۱۱مه) ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ایران او روسیه یوه داسې توافق ته رسیدلي دي چې له مخې به یې ایران له روسیې څخه Su-35 ډوله جنګي پرمختللي الوتکې رانیسي. په دې توګه د ایران او روسیې ترمنځ اړیکې ښايي لا پسې وغوړیږي. ایران تر دې مخکې د اوکراین په جګړه کې روسیې ته پوځي تجهیزات او بې پیلوټه الوتکې ورکړي.

د اریب په نامه د ایران دولتي رسنۍ په ملګرو ملتونو کې د ایران د سفیر له قوله لیکلي: «د سوخوی ۳۵ ډوله جنګي جیټ الوتکې له تخنیکي پلوه د ایران له پاره قابل د منلو دي او ایران د دغو الوتکو د رانیولو له پاره قرار داد نهايي کړی دی.» په دغه راپور کې د روسیې د اړخ د تایئد په هکله څه نه دي راغلي او په دې هکله یې لا ډیر جزئیات هم نه دي ورکړي. د یادې دولتي رسنۍ په راپور کې په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي له قوله راغلي چې ایران تر دې وړاندې هم د جنګي الوتکو د اخیستلو له پاره له یو شمیر هیوادونو سره په اړیکه کې وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر میلادي کال په جولای میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ایران له جګپوړي مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ایي سره وکتل او په دې کتنه کې دواړو مشرانو د اوکراین د جګړې په تړاو د غرب د فشارونو په ځواب کې د لا نیږدې اړیکو پر لرلو ټینګار کړی وو.

ایران روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکړې موضوع تائیدوي خو وايي چې دغه الوتکې پر اوکراین باندې د روسیې تر یرغل مخکې مسکو ته ورکړل شوي دي. مسکو بیا تل د اوکراین په جګړه کې د ایراني بې پیلوټه الوتکو استفاده ردوي په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې ګڼ شمیر ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې په اوکراین کې ویشتل شوي او یا له منځه تللي دي.

د ایران هوايي ځواکونه یوازې یو محدود شمیر جنګي جیټ الوتکې لري چې په هغه ډله کې یې ځینې زړې امریکايي او یو شمیر روسي جنګي جیټ الوتکې شاملې دي. په ۲۰۱۸م کال کې ایران خبر ورکړی وو چې دوی په کور دننه د کوثر په نامه د جنګي جیټ الوتکو تولید پیل کړی څو په خپلو هوايي ځواکونو کې ترې استفاده وکړي.

د پوځي چارو ځینې شنونکي بیا په دې باور دي چې د ایران دغه الوتکه د ایف ۵ ډوله امریکايي جنګي جیټ الوتکو کاپي دي، داسې الوتکې چې په امریکا کې د ۱۹۶۰ کلونو په دوران کې تولید کیدې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران له روسیې پرمختللي جنګي جیټ الوتکې اخلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*