د اوبو او انرژۍ وزارت: په نوې کېدونکې انرژۍ کې د پانګونې زمینه برابره شوې

د پاکې انرژۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، تمه لري د تجدید وړ انرژي په نړۍ کې د برېښنا د تولید پر سرچینو بدله شي.

انتونیو ګوترش زیاته کړې چې، په دې تحول سره به د برېښنا له اړخه لګښتونه هم راکم شي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالغفار نظامي په دې اړه وايي: د نړۍ په کچه صنعتي هېوادونه اقلیم ته ډېر مضر تمام شوي دي. افغانستان بیا له نېکه مرغه د اقلیم بدلون په برخه کې فعاله ونډه درلوده خو ضرورنه یې کم صادر شوي دي. خو لا به ښه وي چې په دې برخه کې ښه وځلیږي.

له تجدید وړ سرچینو د انرژۍ تولید د هوا د ککړتیا د کمښت او ارزانوالي له امله په نړۍ کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی.

د چارو ځینې شنونکي د پاکې انرژۍ د تولید اهمیت ته په کتو په دې برخه کې پر لا ډېرو پانګونو تینګار لري.

د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان هم وايي: موږ تر هرڅه لومړی باید برېښنا جوړه، تولید کړو. حرارتي وي، که له اوبو وي، که بادي وي چې په دې برخه کې موږ زیات امکانات لرو او غرنیزې سیمې زیاتې دي او سالنګونه ښه تولید ورکولای شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت هم له اوبو، بادونو او لمره د انرژۍ د تولیدولو په برخو کې د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دمګړۍ په افغانستان کې هم له تجدید وړ سرچینو د برېښنا پر تولیداتي چارو د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.

د اوبو  او انـرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد وايي: د اوبو او انرژۍ وزارت د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې لکه نېکه مرغه پراخه زمینې هم رامنځته کړې دي. په دې برخه کې تر دې دمه ډېره زیاته پانګونه هم را جذب شوې ده.

د اوبو او ا نرژۍ وزارت د مالوماتو لمخې، دمګړۍ په افغانستان کې له لمره په ګټنې ۶۰ مېګاواټه برېښنا تولیديږي او افغانستان له بادونو او لمره د انرژۍ د تولید په برخه کې ګڼ ظرفیتونه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اوبو او انرژۍ وزارت: په نوې کېدونکې انرژۍ کې د پانګونې زمینه برابره شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*