د بایډن‌ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون؛ د افغانستان ملت “متحد دی”

د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر تازه ناندریزو څرګندونو ته د طالبانو حکومت په غبرګون کې ویلي‌ چې “د افغانستان ملت متحده دی.” جو بایډن پرون جمعه ویلي و، “د دې امکان چې افغانستان یو موټی شي، ډېر لږ دی.”

جو بایډن په امریکا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت په نامه د وسلوالې ډلې د کابو کولو لپاره د هغه هېواد له نیواک پرته نورې لارې شته.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ملي‌ راډیو تلویزیون ته ویلي،‌ “متحد یوو،‌ افغانستان یو متحد قوم او ملت دی، دسیسو او اشغالونو د دې ملت اتحاد له منځه نه دی وړی.”

ښاغلي بایډن دا څرګندونې په یوه خبري غونډه کې د یوه کینیايي خبریال د دې پوښتنې ته په ځواب کې وکړې، چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه راوایستل، خو اوس کینیا هڅوي چې یوه لېرې پراته هېواد هیټي ته خپل ځواکونه ورواستوي، واشنګټن دا دوه ګونی چلن ولې کوي؟

ښاغلي بایډن په ځواب کې وویل:

“دا ډېره ساده (خبره) ده. د دې یو لامل شته چې ولې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده. د دې امکان چې څوک دې افغانستان یو موټی کړی خورا، خورا، خورا لږ دی. دا يې یوه، بله خبره دا ده چې د داعش د کنټرول لپاره د افغانستان له اشغالولو پرته نورې لارې هم شته. دا بې ځایه اړتیا وه.”

خو ښاغلي بایډن د هغو لارو چارو په اړه نور جزیات ور نه کړل، چې په وینا یې، په مټ یې اسلامي دولت ډله کابو کېدلی شي.

خو د طالبانو ویاند ادعا کوي چې د داعش ډله په افغانستان کې هغه مهال پیدا شوه چې امریکايي‌ ځواکونه په افغانستان کې وو او ټینګار کوي چې دغه ډل یې اوس له “زوال” سره مخ کړې ده.

مجاهد

ښاغلي بایډن تر دې وړاندې هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې. خو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د بڼې له کبله پرې په امریکا کې دننه او بهر پرلپسې سختې نیوکې شوې دي.

تازه، د امریکا کانګرېس کې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ مشر مایکل مک‌کال له سختې مبارزې وروسته په افغانستان کې د ښځو حقونو او دیموکراسۍ برخه کې د پرمختګونو په اوبو لاهو کېدو لامل د ولسمشر بایډن هغه پرېکړه وبلله، چې د ده په خبره له افغانستانه یې په یو اړخیز ډول پوځونه وایستل.

ښاغلي مک کال یوې غونډې ته چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم وربلل شوی و، وویل:

”افغانستان د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې له ویجاړونکي بشري ناورین سره مخ دی.”

د یادونې ده، چې د مایکل مک‌کال په مشرۍ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه اوس له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه په پلټنو بوخت دي او ټاکل شوې په سپټمبر مياشت کې وروستی راپور هم خپور کړي.

ښاغلي مککال د سږ کال په مارچ کې له سي بي اېس خبري شبکې سره په یوه مرکه کې له افغانستانه په خپله مخه د امریکايي پوځیانو وتل په افغانستان کې د داعش ډلې ودې ته د ”زمینه چمتو کېدو” په مانا بللي و او په وینا یې د داعش زور له ارزونې پرته له افغانستانه دا ډول وتل یوه ”تېروتنه” وه.

خو ښاغلي بایډن بیا له دې مخکې هم د خپلې دې پرېکړې دفاع کړې. نوموړي د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې له افغانستانه د خپلو وروستیو پوځیانو له ایستلو وروسته هم د پوځونو ایستلو پرېکړې مسوولیت له منلو سره ویلي و، له دې زیات وخت لپاره هلته د پوځونو پاتې کېدو هېڅ دلیل نه درلود.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بایډن‌ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون؛ د افغانستان ملت “متحد دی”"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*