د بهرنیو مرستو کمښت؛ اقتصاد وزارت د بشري مرستو د کمېدو خبر ورکړ

💬0

د بهرنیو مرستو کمښت؛ اقتصاد وزارت د بشري مرستو د کمېدو خبر ورکړ

د بهرنیو مرستو، په ځانګړي ډول د امریکا له لوري د مرستو د کمېدو له امله، په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ملاتړ هم کم شوی دی.

اقتصاد وزارت وایي، د بهرنیو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو له لوري د مرستو ځنډېدو له امله په افغانستان کې د اړمنو کسانو لپاره د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو مرستې کمې شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د ۳۰۳ کورنیو او ۲۰ بهرنیو مؤسسو د فعالیت جوازونه تمدید شوي او ۷۲ نوو مؤسسو ته هم د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب په دې اړه وايي: « په بېړنیو مرستو، روغتیايي خدمتونو او په زیانمنو سیمو کې د کرنې د ملاتړ په برخو کې د بشري مرستو کچه په څرګند ډول کمه شوې ده.»

سره له دې چې د ۲۰۰ بهرنیو بنسټونو په ګډون دوه زره او ۵۸۷ غیر دولتي بنسټونه فعالیت کوي، خو په ځینې ولایتونو کې یې د فعالیتونو کچه کمه شوې ده.
په همدې حال کې، اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې د بهرنیو مرستو کمېدل کولای شي د اړمنو خلکو د ملاتړ او مرستې بهیر اغېزمن کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالشکور هډه ‌وال بیا وايي: « موږ تل ټینګار کړی چې بشري مرستې باید له سیاسي موضوعاتو جلا وساتل شي؛ خو له بده مرغه ځینو هېوادونو دغه دواړه موضوعات سره تړلي دي، چې دې وضعیت د افغانستان د خلکو پر ژوند او اقتصادي حالت منفي اغېزې کړې دي.»

د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، عبدالنصیر رښتیا هم وايي: « هېوادونه باید د تقابل پر ځای د تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي او پر افغانستان لګېدلي محدودیتونه او بندیزونه راکم کړي. همدارنګه، د بشري مرستو پر ځای چې په اوږدمهال کې محدود اغېز لري، باید پر اقتصادي ملاتړ او دوامدارو پانګونو تمرکز وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د خپلو بشري مرستو لویه برخه له نړیوالو سازمانونو ترلاسه کړې ده.
واک ته د ډانلډ ټرمپ له بیا رسېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو فرمان صادر شو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د بهرنیو مرستو کمښت؛ اقتصاد وزارت د بشري مرستو د کمېدو خبر ورکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*