د ترهګرو ډلو له نوملړه د «طالبانو» د نوم د ایستلو لپاره پوتین ته وړاندیز

د روسیې د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ترهګرو ډلو له نوملړه د «طالبانو» د نوم د ایستلو په تړاو راپور ورکړی دی.

ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې د دغه هېواد ډېری دولتي بنسټوو له دغې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

ښاغلي کابلوف دغه‌راز ویلي چې «طالبانو» واک ته تر بیاځلې رسېدو وروسته د نړۍ له لوري د رسمېت پیژندنې لپاره اوږد مزل کړی؛ خو د هغه په وینا لا هم په دې لار کې خنډونه شته.

د دغه راپور په یوې برخه کې د ضمیر کابلوف له خولې لیکل شوي:«د نوموړي په وینا، د طالبانو دولت په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته له رسېدو راهیسې د رسمېت پېژندنې لپاره اوږه لار وهلې؛ خو لا هم څو خنډونه شته، باید بری پرې وشي چې تر هغې وروسته به د روسیې مشرتابه پرېکړه وکړي.»

د کابل پوهنتون استاد جاوېد مومند طلوع‌نیوز ته وویل:«دا چې روسیې پرېکړه کوي چې د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو نومونه دې له تور یا د بندیزونو له نوملړه وایستل شي، زه فکر کوم دا خپلې اغېزې لري، ځکه روسیه نن یو پوځي ځواک دی.»

اسلامي امارت په دې تړاو تازه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې، د د غې پرېکړې د عملي کېدو په صورت کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ باور زیات شي.

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج وايي:«که‌چېرې واقعاً روسیه غواړي طالبان د ترهګرو له تور نوملړه وباسي، دا له روسیې سره د اسلامي امارت د اړیکو د نږدې کېدو لامل کېږي او نړۍ هم طالبانو ته امتیاز ورکوي او هغوی واکمنو په توګه پېژني.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ټاس خبري سرچینې رپوټ ورکړ چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو له تور نوملړ څخه د طالبانو د نوم لرې کولو د ارزونې په حال کې دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ترهګرو ډلو له نوملړه د «طالبانو» د نوم د ایستلو لپاره پوتین ته وړاندیز"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*