د ترکیې هوايي شرکت افغانستان ته بیرته خپلې الوتنې پیل کړې

د ترکیې هوايي شرکت (ترکش ایرلاینز) نن د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۱( غبرګولي ۱) د شاوخوا دوو کلنو او اتو میاشتو ځنډ څخه وروسته د کابل او استانبول ترمنځ خپلې الوتنې بیرته پیل کړې.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ایکس په پاڼه لیکلي:” دغه هوايي شرکت نن سه شنبه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت … کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال او د وزارت یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود خپلې الوتنې پیل کړې چې د کابل او استانبول ترمنځ به هره اونۍ څلور الوتنې ترسره کوي.”

د کابل په هوايي ډګر کې ددغه شرکت د الوتنو د بیا پیلیدو په مناسبت یوې جوړې شوې غوندې ته د ترکیې سفیر جنک اونال د ترکیې د هوايي شرکت د الوتنو بیرته پیلدل د افغانستان سره د ترکیې د اړیکو د پراختیدو په برخه کې یوه څرګنده پیلګه وګڼله.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سلاکار غلام جیلاني وفا هم دې غونډې ته په وینا کې وویل چې د کابل هوايي ډګر ته د ترکیې د هوايي کرښې د الوتکو ستنیدلو دا وښودله چې د ترکیې حکومت اوخلک په هرډول حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

هغه هیله وښوده چې د ترکیې د هوايي شرکت د الوتنو بیرته پیلیدل به د کابل هوايي ډګر د لا معیاري کیدو سره مرسته وکړي او هم به د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي اړیکو د لا پراخیدو سبب شي.

کابل کې د ترکیې سفارت افغانستان ته د ترکیې د هوايي کرښې د الوتنو په اړه د ایکس په پاڼه لیکلي:”مونږ نن سهار یوې ښکلې ورځ ته خوبه راپورته شو.”

دمخه د ترکیې د دولتي خبري اژانس اناتولیه ویلي و چې ددغه شرکت الوتکې به د کابل او استانبول ترمنځ د یکشنبې، سه شنبې، چهارشنبې او جمعې په ورځو څلور الوتنې ترسره کړي.

د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي ډګرونو رئیس عبدالستار غروال په خپلو خبرو کې افغانستان ته د ترکیې د هوايي شرکت د الوتنو د بیرته پیلیدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه شرکت لپاره به د کابل هوايي ډګر ته د تګ راتګ پر مهال لازم اسانتیاوي برابر کړي.

هغه په نورو نړیوالو هوايي شرکتونو هم افغانستان ته د ستنیدلو غږ وکړ او د هوايي ترانسپورټ د خوندیتوب په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نورو نړیوالو هوايي شرکتونو په څیر د ترکش ایرلین هم کابل او مزارشریف هوايي ډګرونو ته خپلې الوتنې ځنډولي وې.

په تیرو څه باندې دوو کلنوکې یو شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو د هغې له ډلې د متحده عربي اماراتو دوو شرکتونو “ایرعربیه” او “فلای دوبۍ” او د ایران څو هوايي شرکتونو بیرته کابل ته الوتنې پیل کړي دي.

“ایرعربیه” د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لسمه کابل او دوبۍ ترمنځ الوتنې پیل کړي دي. اوس مهال د “کام ایر” او د اریانا افغان هوايي شرکت په منظم ډول د کابل څخه دوبۍ، مسکو، اسلام اباد، استانبول، کویټ او د سیمې څو نورو هیوادونو ته الوتنې کوي.

د طالبانو حکومت د کابل د هوايي ډګر په ګډون د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو د مسافرو د کنټرول او ارزونې تړون د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د “ګاک” شرکت سره لاسلیک کړی دی.

ددغه تړون له مخې دا شرکت د مسافرو د خوندیتوب لپاره په دغو هوايي ډګرونو کې خدمتونه وړاندې کوي او د طالبانو حکومت ورته د افغانستان له فضا څخه د تیریدونکو الوتکو د حق العبور څخه د ترلاسه شویو پیسو یوه اندازه ددغو خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې ورکوي.

د “ګاک” شرکت د کابل سربیره د هرات، کندهار او بلخ ولایتونو هوايي ډګرونو کې هم ورته خدمتونه برابروي. دغه شرکت د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه هم د کابل په هوايي ډګر کې ورته خدمتونه برابرول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ترکیې هوايي شرکت افغانستان ته بیرته خپلې الوتنې پیل کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*