
کابل کې د دولتي ښوونځيو زدهکوونکي هلکان له نوي یونېفورم سره، چې محلي جامې، خولۍ او لونګۍ دي ښوونځیو ته حاضرېږي.
دوی زیاتوي چې د دغه یونېفورم اغوستل له اختر وروسته په ښوونځيو کې په جدي توګه تطبیق کېږي.
یو له زدهکوونکو احسانالله د نوي یونېفورم په اړه داسې وايي:«د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل سره، موږ ته وویل شول، چې سپینې جامې واغوندئ او لونګۍ پر سر کړئ.»
بل زدهکوونکي یوسف هم وویل:«له لسم ټولګي پورته زدهکوونکو لپاره سپینې جامې او سپینه لونګۍ، او د لسم ټولګي څخه ټیټو زدهکوونکو لپاره اسماني جامې او خولۍ ټاکل شوې دي.»
ځينې نور زدهکوونکي چې نوی یونېفورم یې په بشپړه توګه مراعت کړی، وايي چې د ښوونځيو مسوولان د نوي یونېفورم اغوستل په جدي توګه تطبیقوي.
د دولسم ټولګي زدهکوونکی احمد مرتضی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د ښوونځي مدیر صاحب ویلي، چې که له دې وروسته چا یونیفورم نهوي اغوستی، درې ورځې به ناسوب حساب شي.»
د ځینو خصوصي ښوونځيو مسوولان او د پوهنتون استادان د ځانګړي یونېفورم شتوالی، د پوهنې سیسټم د نظم لرلو په درشل کې اغېزناګ بولي.
د یوه خصوصي ښوونځي مسوول مرتضی مطهر هم څرګندوي:«ځکه چې ټول زدهکوونکي دغه یونیفورم اغوندي، ښایي دا یوه ننګونه وي، چې خلک یې له نورو سره توپیر ونه کړي، او بلخوا کې شونې ده چې تطبیق یې په ځینو ښوونځیو یا ځینو ولایتونو کې خپلې ستونزې ولري.»
د ډېرو هڅو سربېره ونهتوانېدو، چې په دې برخه کې د پوهنې وزارت نظر ترلاسه کړو؛ خو له دې مخکې ښوونکو او زدهکوونکو په دولتي ښوونځيو کې د ځانګړي یونېفورم د نشتوالي له امله شکایت درلود.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د دولتي ښوونځیو نوی یونېفورم؛ محلي جامې، لونګۍ او خولۍ"