د عربستان د ماليې وزیر: سعودي کولای شي ژر په ایران کې پانګونه وکړي

د عربستان د ماليې وزیر
د عربستان د ماليې وزیر

د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان ویلي دي چې د تهران او ریاض ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو له تړون وروسته سعودي کولای شي ژر په ایران کې پانګونه پيل کړي.

الجدعان نن چهارشنبه مارچ ۱۵ (کب۲۴) په یو کنفرانس کې وویل چې په ایران کې د پانګونې ډېر فرصتونه شته او سعودي عربستان به هم هلته نور فرصتونه رامنځ ته کړي.

هغه وویل سره له دې چې ایران د امریکا تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې دی، خو سعودي عربستان په ایران کې د پانګونې په مخ کې کوم خنډ نه ویني.

هغه وویل که رښتیا هم د توافق په اساس اصول عملي شي، پانګونې به ژر وشي. ایران او سعودي عربستان د جمعې په ورځ مارچ لسمه، د چین په منځګړتوب موافقه وکړه چې خپل دپلوماتیک روابط له سره پیل کړي او په راتلونکو دوو میاشتو کې خپل سفارتونه هم پرانیزي. دواړو هېوادونو له څو کلونو راهېسې ښه روابط نلرل.

سعودي او ایران، چې د نفتو غني هېوادونه دي، په منځني ختيځ کې په یو لړ مسائلو د یو بل په ضد ولاړ دي. ریاض په ۲۰۱۶ کې یو شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر اعدام کړ او له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط کړکیچن شول.

له دغې پېښې وروسته په ایران کې خلکو د سعودي عربستان په ضد مظاهرې وکړې او مظاهره کوونکو د ایران په سفارت او کونسلګریو باندې بریدونه وکړل او دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پرې کولو لامل شو.

امریکا په ۲۰۱۸ کې له ایران سره د شوي اتومي تړون څخه ووت. هغه وخت ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي وو چې دا تړون نیمګړتیاوې لري او ایران ته یې ګټه ډېره ده. سعودي عربستان، چې د متحدو ایالتونو نژدې متحد بلل کېږي، په ایران باندې د امریکا د بندیزونو د ځینو برخو ننګه کړې ده.

خو بیا هم الجدعان وویل: «هېڅ داسې دلیل نښته چې ایران کې دې پانګونه ونشي، زما هدف دا دی چې ایران له پېړیو پېړیو راهېسې زموږ ګاونډی دی او وي به. زه داسې کومه مسئه نه وینم چې موږ دې د پانګونې په برخه کې د اړیکو له عادي کولو راوګرځوي.»

خو ده زیاته کړه چې دا کار به هغه وخت شونی وي چې دواړوه خواوې «تړون ته ژمن وي… د حاکمیت حق ته درناوی وکړي او د یو بل په چارو کې مداخله ونکړي».

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د عربستان د ماليې وزیر: سعودي کولای شي ژر په ایران کې پانګونه وکړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*