د معیارونو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د توکو پر کیفیت ټینګار

💬0

د معیارونو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د توکو پر کیفیت ټینګار

نن د اکټوبر ۱۴مه د معیارونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې هم د سوداګرۍ، صنعت، خوراکي توکو، ودانیزو چارو او خدمتونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د معیارونو رعایت او د کیفیت کنټرول ځانګړی اهمیت لري.

د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې د معلوماتو له مخې، دغې ادارې په تېرو پنځو کلونو کې په ۱۴ بېلابېلو برخو کې ۱۰۵۸ معیارونه تدوین کړي دي.

د معیار او کیفیت اداره وايي چې تر اوسه یې په بېلابېلو برخو کې ۱۰۵۸ ملي معیارونه جوړ کړي دي.

دغه معیارونه د محصولاتو د کیفیت د ښه‌والي، د مصرفوونکو د خوندیتوب او په بېلابېلو برخو کې د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه تدوین شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند احسان‌الله احسان وايي: «افغانستان ته ټول واردېدونکي توکي د نمونو له اخیستلو او ازموینې وروسته واردېږي. همداراز، افغان تولیدوونکي هم د صادراتو پر مهال نړیوال معیارونه، د محصولاتو کیفیت او د بسته‌بندۍ څرنګوالی په پام کې نیسي.»

په همدې حال کې، یو شمېر سوداګر د توکو د کیفیت د کنټرول په بهیر کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

دوی ټینګار کوي چې د کیفیت د ارزونې او څېړنې بهیر باید روڼ، اغېزناک او د سوداګریزو فعالیتونو له اړتیاوو سره سم وي، څو له یوې خوا د محصولاتو کیفیت تضمین شي او له بلې خوا د سوداګرۍ پر وړاندې غیرضروري ستونزې او خنډونه کم شي.

یو سوداګر عبدالغني وايي: «د توکو د کیفیت د ارزونې په برخه کې باید چټکتیا په پام کې ونیول شي. دا کار هم د سوداګرو او هم د اړوندو ادارو په ګټه دی.»

اقتصادي شنونکی عبدالظهور مدبر په دې اړه وايي: «معیار د اقتصادي ودې یو له مهمو بنسټونو څخه دی. د تولیداتو د کیفیت د لوړېدو او د مصرفوونکو د باور د زیاتېدو لامل کېږي. هر څومره چې د افغانستان توکي او خدمتونه له ملي او سیمه‌ییزو معیارونو سره برابر وي، په هماغه اندازه کولای شو خپل محصولات په بهرنیو بازارونو کې په ښه توګه وپلورو.»

له بلې خوا، یو شمېر هېوادوال هم په بېلابېلو برخو کې د توکو د کیفیت د جدي کنټرول غوښتنه کوي.

د دوی په باور، د خوراکي توکو، درملو، ودانیزو موادو او نورو ورځنیو توکو د کیفیت څارنه د خلکو د روغتیا او خوندیتوب او بازار ته د بې‌کیفیته محصولاتو د وړاندې کېدو د مخنیوي لپاره اړینه ده.

د معیارونو نړیواله ورځ د دې یادونه کوي چې د معتبرو معیارونو رعایت او د کیفیت اغېزناک کنټرول نه یوازې د مصرفوونکو د خوندیتوب او د محصولاتو د کیفیت د ښه‌والي لپاره مهم دي، بلکې د سوداګرۍ په پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د سیالۍ وړتیا په لوړولو او د افغانستان د دوامدارې پراختیا په ملاتړ کې هم بنسټیز رول لوبولای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د معیارونو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د توکو پر کیفیت ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*