
د نجونو زدهکړې او د ښځو د کار حق؛ د م.م اندېښنې او د اسلامي امارت غبرګون
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز د یوه کال پوره کېدو په اړه له غبرګونونو سره هممهاله، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، د ښځو بنسټیز حقونه د اسلامي او شرعي ارزښتونو پر بنسټ تأمین دي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر ویلي: «د پخوا په څېر، دا یوه بله ناکامه هڅه ده چې د بشري حقونو په اړه د اندېښنو تر عنوان لاندې خپلې موخې تعقیب کړي. موږ یو ځل بیا ډاډ ورکوو چې د افغان ښځو او نارینهوو حقونه تأمین دي او که سرغړونه هم وشي، د رسېدنې لپاره مسوولې ادارې شته.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د دغه سازمان په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز د یوه کال پوره کېدو په غبرګون کې، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. هغه زیاته کړې وه چې د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د دغه سازمان له منشور او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی او د بشري مرستو د رسولو لپاره د ملګرو ملتونو وړتیا کمزورې کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «دغه محدودیتونه له نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، سره په ټکر کې دي او په داسې حال کې چې اړتیاوې لا هم پراخې دي، د افغانستان خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو او نورو همکاریو د وړاندې کولو او د خپل ماموریت د ترسره کولو لپاره د دغه سازمان وړتیا کمزورې کوي.»
انتونیو ګوتېرش همداراز پر ښځو او نجونو د ټولو لګول شویو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې د هغوی د بشپړ، برابر او معنادار ګډون حق ته باید درناوی وشي.
ښځینه سوداګرې فرشتې هاشمي ویلي: «د ښځو حقونو ته دې د شریعت او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې رسېدنه وشي. موږ د زدهکړو، روغتیا، سوداګرۍ او نورو هغو برخو کې چې د ښځو حضور پکې اړین دی، لوستو ښځو او نجونو ته اړتیا لرو.»
د ښځو د حقونو د تأمین څرنګوالی، د هغوی د کار او زدهکړو د حق په ګډون، په تېرو پنځو کلونو کې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ له اختلافي موضوعاتو څخه وه او تر اوسه دواړه لوري په دې اړه یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
اوس به ولیدل شي چې په هېواد کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په شپږم کال کې دواړه لوري په دې برخه کې یوې حللارې ته رسېږي که نه.
لومړی نظر وکړئ on "د نجونو زدهکړې او د ښځو د کار حق؛ د م.م اندېښنې او د اسلامي امارت غبرګون"