د کلدارو ارزښت ټيټېدو د افغان کډوالو ژوند سخت کړی

په پاکستان کې د کلدارو د ارزښت لوېدو په دغه هېواد کې د یو شمېر مېشتو افغان کډوالو ژوند سخت کړی دی. د خزانې په نوم‎‎‎ پنډغالي کې مېشتې شاوخوا ۴۵۰ افغانې کورنۍ وايي، د درې وخته ډوډۍ پیدا کولو توان نه لري. دغه کډوال وايي، د ګرانۍ له امله نه خپلې روغتیا ته پام کولی شي او نه هم د خپلو ماشومانو د زدکړو اړتیاوې پوره کولی شي. په دغه کمپ کې افغان هټیوال د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د اوړو د بیو له لوړوالي شکایت کوي. له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د انفلاسیون کچه په لوړېدو ده. اقتصاد پوهان وايي، په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي او د کورنیو تولیداتو کموالی د انفلاسیون د لوړېد سبب شوی چې ورسره په هېواد کې د خوراکي توکو او نور موادو نرخونه هم لوړ شوي دي. شنونکي وايي، که د اقتصاد د ثبات لپاره سمه او اوږدمهاله پالیسي جوړه نه شي، د پاکستان اقتصاد به له سقوط سره مخامخ شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کلدارو ارزښت ټيټېدو د افغان کډوالو ژوند سخت کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*