متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سفر او د امریکا غبرګون

2
1

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نړۍ له نورو هېوادونو غواړي چې، د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې ا.ا. ته د معافیت پروسې له لارې د سفر اجازه ورکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې، همدا څو ورځې مخکې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو مېلر په یوه خبري غونډه کې وايي: (د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د ا.ا. د غړو کوربه هېوادونه باید د معافیت بهیر له لارې چې په ۱۹۸۸ کال کې د ملګروملتونو د بندیزونو د کمېټې له لوري رامنځته شوی د سفر اجازه ترلاسه کړي او دا مهمه ده چې هېوادونه دا اصول تعقیب کړي.)

اسلامي امارت که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه څه نه وایي خو متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سفر له لاسته راوړنو ډک ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: «د کورنیو چارو وزارت سرپرست د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره ځينې خبرې درلودې، د ګڼو مسایلو په تړاو لکه، له اماراتو سره د افغانستان د اړیکو او د افغان بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې وشوې.»

درې ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یو پلاوي په مشرۍ چې د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني او د استخباراتو لوی رییس یې هم ملتیا کوي متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سفر او د امریکا غبرګون"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*