متقي نیکلاسن ته: د دوحې په غونډه کې معناداره ګډون غواړو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي‌ استازي‌ توماس نیکلاسن د دغه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي او دواړو خواو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه خبرې کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي‌ چې د افغانستان په اړه د هیوادونو د استازو درېیمه مشورتي غونډه د جون په ۳۰ او جولاۍ په اوله د قطر په پلازمینې دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي‌ په کوربتوب جوړېږي.

ملګرو ملتونو د دغې غونډې د جوړولو اصلي هدف له افغانستان سره “په منسجمه او هماهنګه توګه” د نړیوال تعامل زیاتوالی بللې دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د شنبې په ورځ جون اوله جوزا ۱۲) په یوې اعلامیې کې وویل چې د اروپایي اتحادیې استازي توماس نیکلاسن د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د ګډون پر اهمیت ټینګار کړی دی.

تکل د متقي له قوله ویلي: ”د افغانستان د اسلامي‌ امارت (د طالبانو حکومت)‌ پالیسي له ټولو هیوادونو سره د توازن او مثبت تعامل پر بنسټ ده او د دوحې په درېیمه غونډه کې د معناداره ګډون غوښتونکی دی چې د خلکو او هیواد د فلاح لامل شي.“

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی چې دوی به د دوحې د درېیمې غونډې د جوړولو څرنګوالی بررسي کړي او له هغې وروسته به یې په اړه خپل موقف څرګند کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي‌ ټولنې ځانګړي‌ استازي‌ توماس نیکلاسن کابل ته د خپل سفر او د طالبانو له چارواکو سره د لیدنو په اړه تراوسه څه نه دي‌ ویلي.

په همدې حال کې تیره ورځ په افغانستان کې د معترضو ښځو ځینو جریانونو د دوحې درېیمې غونډې پر څرنګوالي‌ اعتراض کړی او په دې غونډه کې یې د طالبانو د ګډون په اړه د مخالفت سربیره له نړیوالې ټولنې غوښتي‌ چې پر دغې ډلې فشارونه زیات کړي.

دغو معترضو ښځو په یوې اعلامیې کې ویلي‌ چې طالبانو په افغانستان کې په سیستماتیکه توګه د ښځو د حقونو نقضولو ته دوام ورکړی دی او باید په نړیوالو غونډو کې د دغې ډلې د ګډون مخنیوی وشي.

دوی اندیښنه ښودلې که طالبانو ته په نړیواله کچه رسمیت ورکړل شي په افغانستان کې به د ښځو او بشري حقونو وضعیت لا خراب شي.

له دې وړاندې طالبانو ویلي‌ و چې که د دغې ډلې شرایط ومنل شي نو د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي.

که څه هم طالبانو په زغرده خپل شرطونه څرګند کړي‌ نه دي‌ خو د دوحې په دویمه غونډه کې یې له ملګرو ملتونو غوښتي‌ و چې طالبانو ته د افغانستان د حکومت د استازو په توګه په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي. ملګرو ملتونو د طالبانو دا غوښتنه رد کړې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "متقي نیکلاسن ته: د دوحې په غونډه کې معناداره ګډون غواړو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*