
ملګري ملتونه راستنېدونکو لپاره د ۵۲۹ میلیونه ډالرو مرستو پلان پلی کوي
ملګرو ملتونو او یو شمېر ملي او نړیوالو نادولتي همکارو بنسټونو د ۲۰۲۶ کال لپاره له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کورنیو ملاتړ په موخه د ۵۲۹ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د بشري مرستو د پلان عملي تطبیق پیل کړ.
دغه پلان، چې د «راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پلان» (RPAR) په نوم یادېږي، نن په کابل کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال رسماً معرفي شو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په غونډه کې د ملګرو ملتونو ادارو، نادولتي موسسو، تمویلوونکو هېوادونو او رسنیو استازو ګډون کړی و.
د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او ډسمبر میاشتو ترمنځ به شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شي.
په دې ډله کې ۱.۷ میلیونه له ایران او ۱.۱ میلیون نور له پاکستانه د راستنېدو اټکل شوی دی.
راپور وایي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي چې دې چارې د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو پراخ فشار راوستی دی.
د یوناما د معلوماتو لهمخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۹ میلیونه کسان راستانه شوي او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نور ۶۰۰ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا سرپرست ډاکټر تاجالدین اویویلي، ویلي چې د راستنېدونکو بهیر یوه پراخه بشري او پراختیایي ننګونه ده.
هغه زیاته کړې: «له نیمایي ډېر راستنېدونکي ښځې او ماشومان دي چې ډېری یې له افغانستانه بهر لوی شوي دي. که د استوګنې، معیشت، روغتیا، اوبو او خوندیتوب برخو کې بېړنۍ او دوامدارې پانګونې ونه شي، د دویم ځل بېځایه کېدو او ټولنیزو ستونزو خطر به زیات شي.»
د پلان له مخې، ۱۰۰ اعشاریه اوه میلیونه ډالر به په سرحدي سیمو کې د بېړنیو او ژوند ژغورونکو مرستو لپاره ولګول شي چې نغدي مرستې، روغتیايي خدمات، تغذیه، د اوبو او حفظ الصحې اسانتیاوې او ترانسپورتي خدمات پهکې شامل دي.
همداراز، ۴۲۸ اعشاریه پنځه میلیونه ډالر به د راستنېدونکو د بېرته یوځای کېدو او اوږدمهاله ملاتړ لپاره په ۳۵ لومړیتوب لرونکو ولسوالیو کې ولګول شي. دغه مرستې به د ښوونې، روغتیا، پاکو اوبو، د کار فرصتونو، معیشت او د استوګنې د حقونو پر پیاوړتیا متمرکزې وي.
د ورلډ ویژن نړیوالې ادارې د افغانستان برخې مشرې، تهمیندري ډي سیلوا، په دې غونډه کې ویلي چې د راستنېدونکو اړتیاوې ډېرې لوړې دي او اوسنی تمویل یوازې د تر ټولو زیانمنو ۴۰ سلنه راستنېدونکو پوښښ کولی شي.
ملګرو ملتونو او همکارو ادارو له نړۍوالو تمویلوونکو غوښتي چې د دغه پلان بشپړ مالي ملاتړ وکړي، څو د بشري ناورین د لا ژورېدو مخه ونیول شي او د میلیونونو افغانانو د باثباته بېرته یوځای کېدو زمینه برابره شي.
لومړی نظر وکړئ on "ملګري ملتونه راستنېدونکو لپاره د ۵۲۹ میلیونه ډالرو مرستو پلان پلی کوي"