مک‌کال: که بلېنکن نن له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو اسناد را ونه‌سپاري احضار به شي

مک‌کال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مک‌کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکا د ویجاړونکې وتلو په اړه دې غوښتل شوي اسناد ور وسپاري ،ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي.

ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

د مک‌کال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري.

دې دفتر همدارنګه ويلي چې د مارچ په دریمه یې بیا ورڅخه د ورته اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو دې وزارت تر اوسه له دې کارڅخه ډډه کړې ده.

د مک‌کال دفتر ویلي، دغه اسناد له افغانستانه د بایډن د ادارې د وتلو د بهیر په اړه د دې کمېټې د څېړنو لپاره ډېر مهم دي.

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوري‌پال مشر مک‌کال خبرداری ورکړی چې، که تر نن پورې دغه اسناد ور ونه‌سپارل شي، د احضاریه حکم به صادر کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده.

منبع

ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

د مک‌کال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري.

دې دفتر همدارنګه ويلي چې د مارچ په دریمه یې بیا ورڅخه د ورته اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو دې وزارت تر اوسه له دې کارڅخه ډډه کړې ده.

لومړی نظر وکړئ on "مک‌کال: که بلېنکن نن له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو اسناد را ونه‌سپاري احضار به شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*