مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي

افغان مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي
افغان مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي

په برلین کې د افغان مېرمنو یوې غونډې پر آلمان حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې له خطر سره د پاتې افغانانو په انتقال کې دې خپلې هڅې چټکۍ کړي.

دغې غونډې ته شاوخوا ۲۰۰ افغان مېرمنې چې دا وخت په آلمان او هالند کې د جلاوطنۍ ژوند تيروي، راغلې وې. په دې ارتباط یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۸مه) خپره شوې او تر ۸۰ ډيرو مېرمنو پکې لاسلیکونه کړي، راغلي دي: «موږ داسې احساس کوو چې غربي هیوادونو راسره خیانت کړی وي.»

دغه افغان مېرمنې وايي چې په افغانستان کې د پاتې افغانانو د رايستلو غوښتنه د دې له پاره کوي تر څو وکولای شی چی په آزادی کی ژوند وکړی .

دوی زیاتوي کومې ژمنې چې د آلمان حکومت د دغو افرادو د ايستلو پروسې د چټکولو او پراخولو له پاره کړي، په اړه ېې تر اوسه ناکافي اقدامات شوي دي.

دوی دغه غوښتنه په برلين کې د مارچ اتمه، د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت ېوې غونډې کې مطرح کړې ده چې د آلمان له مختلفو سيمو او هالند څخه راغلو شاوخوا ۲۰۰ افغان مېرمنو په کې ګډون درولود.\

د دغې ډلې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي: «د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان د څو میاشتو په جریان کې د ښځو له پاره د نړۍ په تر ټولو ناوړه هیواد بدل شوی دی.»

په افغانستان کې ښځې او نجونې دا وخت له ناوړه وضعیت سره مخ دي او د تعليم او کار په څير اساسي حقونو څخه محرومې کړل شوي دي. په اعلامیه کې د هغو افغان نجونو او میرمنو د ځانګړې حفاظت غوښتنه هم شوي چې د جمهوریت له رژيم وروسته د هیواد پرېښودو ته اړې شوي دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کله چی جمهوری نظام پای ته ورسید په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخواني افغان کارکونکي او د بشري حقونو فعالان له آزار او اذیت سره مخ شوي دي.

د آلمان حکومت اعلان کړی چې د یو ځانګړي ماموريت په چوکاټ کې هره میاشت له خطر سره مخ ۱۰۰۰ تنه افغانان کولی شي آلمان ته راشي.

اعلامېې د آلمان حکومت څخه غوښتې چې په دې برخه کې دې خپلې هڅې ګړندۍ او د کورنیو د الحاق له پاره د بشري ويزو پروسه اسانه کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*