ناټو له اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته کوي

اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته
اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته

له اوکراين سره د مرستي نيمایي برخه امریکا متحده ایالاتو ورکړې ده. د بریتانیا ټانکونه به په مارچ مياشت کي جبهې ته روان سي. ملگري ملتونه د لا ډیر کړکیچ څخه خبرداری ورکوي.

د ناټو غړو هیوادونو تر اوسه پوري څه ناڅه ۱۱۲ میلیارده یورو د اوکراین له پاره آماده کړي دي. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتینبیرگ په واشنگټن کی وویل، دلته خبره پر پوځي، بشري او مالي مرستو ده.

شاوخوا یو کال مخکي د روسیې د یرغل راهیسي په مجموعي ډول ۳۰ غړي هیوادونه په بې ساري توگه د اوکراین ملاتړ کوي.

ستولتینبیرګ وایی تر ټولو ستر نقش امریکا متحده ایالات لوبوي. خو اروپايي متحدینو او کاناډا خپلي مرستي ډیري کړي او په دې ترڅ کی په  ګډه سره د ټولو مرستو نیمايي برخه جوړوي. په دې کي ټانکونه، د دافع هوا عصري سیستمونه او نور پوځي تجهیزات شاملیږي.

ستولتنبیرګ په عین حال کي له لویدیځ ايتلاف څخه غوښتنه وکړه چي نوري وسلې هم واستوي. د هغه په خبره: «متأسفانه موږ په دې هکله هیڅ کومی نښي نښانې نه وینو چي روسیه دي سولې ته تیاره وي، برعکس مسکو نوو پوځي بریدونو ته تیاری نیسي. له همدې کبله موږ باید اوکراین ته دومره نوري وسلې په اختیار کي ورکړو چي ضرورت ورته لري تر څو خپل قلمرو بیرته ونیسي او د یوه خپلواک هیواد په توگه ژوند وکړي. د روسیې بری به د اوکراین له پاره یوه تراژیدي وي او همدارنگه به د ناټو د غړو هیوادونو له پاره خطرناک وي.»

«بریتانوي ټانکونه به په مارچ کي په فعالیت پیل وکړي.»

د چیلینجر ۲ په نامه بریتانوي جنگي ټانکونه به په یو څو راتلونکو اونیو کي د روسیې پر وړاندي خپل ماموریت پیل کړي. صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره د پوځي تمریناتو د یوې سیمي څخه د لیدو پر مهال دغه خبره وکړه.

سوناک وویل: «اوکرایني عمله به چي مخکي اونۍ رارسیدلې، دغه چیلینجر ۲ ټانکونه په راتلونکې میاشت کي فعاله کړي، ترڅو د اوکراین د مځکني تمامیت دفاع وسي.»

د چینجر ۲په نوم بریتانوي ټانکونه

زیلنسکي د چهارشنبې په ورځ بریتانیا ته ناڅاپي سفر وکړ. له صدراعظم سوناک سره تر سباناري وروسته نوموړي د پارلمان په مخکی یوه وینا وکړه او د پادشاه چارلز له خوا ورته په بیکینگهام ماڼۍ کی هرکلی وویل سو. زیلنسکي له لویدیځ څخه د جنگي الوتکو پر غوښتنه ټینگار وکړ.

د همدې ورځي په ماښام په پاریس کي د فرانسې د ولسمشر ایمانویل ماکرون او د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ له خواهم ورته هرکلی وویل سو. زیلنسکی به نن پنجشنبه (د فبرورۍ ۹ مه) په بروکسل کی د اروپايي ټولني په سرمشریزه کي گډون وکړي.

ملګري ملتونه د کړکیچ له زیاتیدو څخه خبرداری ورکوي

اوکراین ته د درنو وسلو استولو ته په پام کي نیولو سره، ملگرو ملتونو په جگړه کي د کړکیچ د لا زیاتوالي څخه خبرداری ورکوي. په ملگرو ملتونو کي د بې وسلې کولو د چارو استازې ایزومی ناکامیتسو، په نیویارک کي د دغه سازمان په امنیت شورا کي وویل: «د یوه وسله وال کړکېچ په هره یوه حالت کي د ډیرو وسلو استول د دښمنیو د زیاتیدو په هکله اندیښنې راپاروي.»

مخکي له دې نوموړې، اوکراین ته د جنگي ټانکونو د لیږلو ترڅنگ، د جرمني د حکومت د ژمنو یادونه هم کړې وه. ناکامیتسو همدارنگه روسیې ته د ایران له خوا د بې پیلوټه الوتکو د استولو څخه هم خبره وکړه او په غیر مستقیم ډول یې په اوکراین کي د روسیې د شخصي کمپنۍ واگنر، ځای پر ځای کیدو ته هم اشاره وکړه. د هغې په خبره، سربیره پردې باید له دې څخه مخنیوی وسي چی درنې جنگي وسلې غلطو لاسونو ته ونه لویږي تر څو د ټولي سیمي ثبات، حتی ترجگړې وروسته هم تر گواښ لاندي رانه سي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ناټو له اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*