پاکستاني پولیسو د عمران خان د ‘نیولو’ عملیات پیل کړي

پاکستان کې پولیس د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیولو هڅه کوي خو په وینا یې “لا نه دي بریالي شوي.”

د اسلام اباد پولیسو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي “د اسلام اباد د پولیسو یوه ډله د عمران خان د نیولو لپاره سیمې ته رسیدلې خو عمران خان هلته نشته.”

د پولیسو د ویاند په وینا ” د محکمې له پرېکړې سره سم د عمران خان د نیولو لپاره د اسلام اباد د پولیسو یوه ډله لاهور کې په عملیاتو بوخته ده.”

خبرپاڼه کاږي، د هغه د نیولو ټول پلان د لاهور له پولیسو سره په همغږۍ او همکارۍ تر سره کېږي.

د پولیسو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا خبرداری هم ورکړل شوی، چې “د عدالتي پرېکړو پر وړاندې د خنډ جوړونکو سره به قانوني چلند کوي.”

د اسلام اباد پولیسو ټينګار کړی، چې عمران خان به د سختو امنیتي تدابیرو سره په خوندي توګه اسلام اباد ته لېږدوي او په وینا یې “قانون د ټولو لپاره یو برابر دی.”

عمران خان

د عمران خان هستوګنځي ته تلونکي ټولې لارې بندې او حالات ترینګلي برېښي

اخوا په لاهور کې د عمران خان هستوګنځي ‘زمان پارک’ ته تلونکي ټولې لارې پولیسو بندې کړي او ځای ځای ګڼ پولیس لیدل کېږي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال د معلوماتو له مخې زمان پارک شاوخوا د تحریک انصاف ګونډ زیات شمېر خلک هم رسیدلي او حالت ‘ترینګلي’ ښکاري.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې محکمې د فبرورۍ په ۲۸مه د عمران خان ضمانت قبول نه کړ او ویې ویل، چې نوموړي بیا بیا محکمې ته له ورتګه ډډه کړې.

په عمران خان د حکومتي سوغاتونو د خرڅولو او ګڼ نور تورونه دي.

د محکمې له بیان سره سم نوموړې باید راتلونکي ۷م تارېخ بیا محکمه کې حاضر شي او د دغې لپاه چې د عمران خان ورتګ یقیني کړل شي له پولیسو مرسته غوښتل شوې.

د تحریک انصاف ګوند بیړنۍ ناسته

عمران خان

د عمران خان د نیولو هڅې په پاکستان کې ګڼ غبرګونونه هم راپارولي، د تحریک انصاف ګوند یوه مرکزي مشر فواد چوهدري له خلکو غوښتي چې زمان پارک ته ځانونه ورسوي.

هغه همدا راز خبرداری ورکړی چې د عمران خان نیول به حالت سخت خراب کړي.

ورته مهال تحریک انصاف ګوند مشرانو بیړنۍ ناسته وربللې.

د دغه ګوند مرکزي غړو ویلي، چې ناسته به د خپل مشر عمران خان پر مشرۍ کوي او په وروستیو ټولو جریاناتو به لازمې سلا مشورې کیږي.

د چارواکو په وینا په دې غونډه کې به د تحریک انصاف ګوند په راتلونکي ګامونو هم خبرې اترې وشي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستاني پولیسو د عمران خان د ‘نیولو’ عملیات پیل کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*