پر سپین بولدک د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبري کېدل؛ پرلت لا هم دوام

په چمن کې د سپین بولدک پر لار د تلو راتلو لپاره د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت لا هم دوام لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي پرلت کوونکو یوې غونډې ته په خبرو کې د پاکستان پر لنډمهالي حکومت غږ کړی څو په دغه پرېکړه بیا کتنه وکړي.

محمود خان اڅکزي زیاته کړې چې د پاکستان حکومت دې نور د چمن پر اوسېدونکو خپل زور نه آزمایي.

اڅکزي وویل: « موږ مه مجبوروئ کنه تاسو به هم بیا چمن له پاسپورټ سره راځئ.»

چمن کې د پاکستان سرپرست حکومت له لوري د سپین بولدک پر لار د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د الزمي کېدو په غبرګون کې له پیل شوي پرلته څه باندې څلور میاشتې تیریږي.

د پرلت ځینې ګډونوال بیا وایي پاکستانی حکومت د چمن د خلکو اقتصادي کمزوري کولو او د قومونو تر منځ د نفاق اچولو لپاره هڅې کوي. 

د چمن پرلت غړي، پهلوان وویل: « موږ د کاروبار او سوداګرۍ خلک یو. موږ سره له زوره کار مه اخلئ کنه دغه دروازه به بیا په اټک کې وي.»

د پرلت ځینې غړي بیا وایي په دې وروستیو کې د سپین بولدک پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو ستونزې د حل لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او د ستونزې د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

منبع

1 Comment on "پر سپین بولدک د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبري کېدل؛ پرلت لا هم دوام"

  1. حشمت الله دانش | فبروری 28, 2024 at 2:18 ب.ظ | جواب

    د پاکستان سره باید د پاسپورټ او ویزې مسأله بېخي له مینځه ولاړه شي،او د دواړو خواو تگ راتگ باید یوازې په پېژند پاڼه ترسره شي.
    او یا هم د افغانستان اسلامي امارت ته پکار ده چې د پاسپورټونو وېش اسانه کړي او قېمت یې هم را ټیټ کړي
    خو له بده مرغه چارواکي دې ستونزو ته هیڅ توجه نه کوي.

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*