
په ناګویا کې د افغان لوبغاړو لاستهراوړنې؛ د سپینو زرو او برونزو مډالونه
د افغانستان ملي لوبغاړو د بایسکل ځغلونې او ووشو په برخو کې د یوه سپینو زرو او دوو برونزو مډالونو په ګټلو سره، د ناګویا په شلم پړاو اسیایي لوبو کې د افغانستان حضور لا پیاوړی کړی دی.
لومړی افغان بایسکل ځغلوونکې فریبا هاشمي نن سهشنبه سهار په جاپان کې د سړک بایسکل ځغلونې په سیالۍ کې د اسیا له مخکښو بایسکل ځغلوونکو سره سیالي وکړه او د دوو ساعتونو، ۵۰ دقیقو او پنځو ثانیو په ثبتولو سره دویم مقام خپل او د اسیایي لوبو د سپینو زرو مډال یې وګاټه.
ورپسې د افغانستان د ووشو ملي لوبډلې دوو لوبغاړو، محمدخالد هوتک او حامد اشرفي، نن سهشنبه د اندونیزیا استازو ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډالونه حتمي کړل.
محمدخالد هوتک د منفي ۷۰ کیلوګرامه او حامد اشرفي د ۶۵ کیلوګرامه وزن په کټګوریو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو بل پړاو ته لار وموندله.
د افغانستان دغو دوو ووشوکارانو تر دې وړاندې د یمن او مکاوو سیالان هم مات کړي وو.
افغانستان تر دې دمه د شلم پړاو اسیایي لوبو په سیالیو کې د سپینو زرو او برونزو درې مډالونه ګټلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هېواد یو شمېر ملي لوبغاړي په سوکوهنه، کاراتې او ترایاتلون سیالیو کې له نورو پړاوونو پاتې شوي دي.
د شلم پړاو اسیایي لوبې د څه باندې ۴۰ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون، د جاپان په کوربهتوب په ناګویا ښار کې پیل شوې دي.
لومړی نظر وکړئ on "په ناګویا کې د افغان لوبغاړو لاستهراوړنې؛ د سپینو زرو او برونزو مډالونه"