کابل کې د صنعتي پارک لپاره د۱۲ میلیون ډالرو پانګونې طرحه

1
1

یو شمېر افغان پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت په کابل کې د پانګونې یوه طرحه ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، ښاغلي عزیزي د  د دغو پانګوالو د طرحې هرکلی کړی او له هغوی یې غوښتي چې له وزارت سره خپل پروپوزل شریک کړي، څو تخنیکي ټیم د هغه د عملي کار لپاره پلان جوړ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: دوی یوه برنامه او د پانګونې لپاره ۱۲ میلیون ډالري طرحه د وزارت مقام ته ورکړه چې د کابل په ده سبز سیمه کې په زر جریبه ځمکه کې صنعتي پارک جوړ شي. 

بلخوا، د خصوصي سکټور مسوولان د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ، د صنعتي پارکونو پر جوړولو پانګونه د کورنیو تولیداتو د ودې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې اغېزناکه بولي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري سرپرست، میرزمان پوپل هم وايي: دولت باید په صنعتي پارکونو کې ځينې اسانتیاوې، لکه برېښنا، ځمکه او کانالیزیسیون سیسټم او نور برابر کړي. دا دولت دنده ده خو د سوداګر دنده دا ده چې ښه ډېره پانګونه وکړي او پانګونه یې په نړۍوالو معیارونو برابره وي.

د څرخي پله د صنعتي پارک د صنعتکارانو ټولنې رییس، عبدالجبار ساپی بیا وايي: ګډه پانګونه کوو چې کچه یې ۱۲ میلیون ډالره ده چې په دې کې زر جریبه ځمکه شامل ده، صنعتي ښارګوټی به هم پکې جوړ شي چې سړکونه او ټول سیسټمونه یې په نړۍوال معیار برابر وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر په ټول هېواد کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو په موخه د ځمکو د وېش فرمان صادر کړی و او دا مهال یو شمېر اړوندې ادارې د دغه فرمان پرعملي کېدو کار کوي.

# ۱۲ میلیون ډالرو

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د صنعتي پارک لپاره د۱۲ میلیون ډالرو پانګونې طرحه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*