اترا: د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته پخواني حالت ته راټيټې شوې

💬0

اترا: د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته پخواني حالت ته راټيټې شوې

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مسوولان وايي، د خلکو اقتصادي وضعیت او د انټرنېټ د بیو د لوړېدو په اړه د نیوکو له امله، ټولو مخابراتي شبکو ته د یکشنبې ورځې تر پایه وخت ورکړل شوی وو، څو د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته پخوانۍ کچې ته راکمې کړي.

د دې ادارې د ویاند په وینا، د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو سره، د ټولو مخابراتي شبکو د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته خپلې پخوانۍ کچې ته راګرځېدلې دي.

د اترا ویاند، جلال‌ الدین شمس طلوع‌نیوز ته وویل: «هغه د بیو لوړ حد چې اترا د مخابراتي شبکو لپاره ټاکلی، نه دی لوړ شوی؛ خو شبکې د بازار د سیالۍ لپاره هڅه کوي چې د بستو بیې راکمې کړي. دا لومړی ځل و چې بیې لوړې شوې وې، خو د اترا د لارښوونې له مخې شبکې مکلفې شوې چې د انټرنېټ بیې بېرته راکمې کړي.» 

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره همدارنګه وایي چې د انټرنېټ د بیو د لا ډېر کمولو لپاره هم هڅې روانې دي.

خو له دې سره سره، یو شمېر هېوادوال په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د کابل اوسېدونکي، رومل، وویل: «د انټرنېټ بیې ډېرې لوړې دي او کیفیت یې د نورو هېوادونو په پرتله ټیټ دی. موږ یې په لوړه بیه اخلو، خو کیفیت او ګټه یې کمه ده. ان په ځینو سیمو کې ځینې سیم‌کارټونه هم کار نه کوي.»

د کندز اوسېدونکي، صبرالله نوید، هم وویل: «یوازې اوس نه، بلکې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د انټرنېټ بیې ډېرې لوړې دي. دا یوازې د یوې یا دوو شبکو ستونزه نه ده، بلکې په ټوله کې انټرنېټ ګران دی.»

که څه هم په وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې، انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی زیات شوی، خو د انټرنېټ ټیټ کیفیت او لوړې بیې لا هم د خلکو له نیوکو سره مخ دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اترا: د انټرنېټي کڅوړو بیې بېرته پخواني حالت ته راټيټې شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*