افغانستان په ۲۰۲۲م کال کې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې لرلې

افغانستان په ۲۰۲۲م کال کې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې لرلې
افغانستان په ۲۰۲۲م کال کې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې لرلې

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې تېر کال په نړۍ کې د کولرا د پېښو شمير لوړ شوی دی. د دغه سازمان شمېرنې ښيي چې افغانستان په دې ناروغۍ د اخته کسانو تر ټولو ډېر شمېر لرلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي، چې د کولرا  ثبت شوي پیښې د تیر کال په پرتله دوه چنده ډېرې شوي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تېر کال د کولرا ثبت شوې پېښې ۴۷۰ زره وې، په داسې حال کې چې يو کال تر مخه  په ۲۰۲۱ کې د ناروغانو شمېر ۲۲۰ زره وو.

هغه ګراف چې د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا وړاندې شوی، ښيي چې افغانستاند کولراډېرې پېښې لرلي دي. دغه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې د کولرا ټولټال ۴۷۲ زره پېښې ثبت شوي دي چې افغانستان بیا ۲۸۰ زرو پېښو په لرلو سره  په دې مرض اخته تر ټولو ډېر ناروغان درلودل.

خو په دې توګه ثبت شوي معلومات د دې ناروغۍ اصلي شمیر نه څرګندوي. د دغه سازمان د پخواني اټکل له مخې، هر کال په نړۍ کې د کولرا له ۱،۳ څخه تر ۴ میلیونو پورې پېښې رامنځ ته کېږي او له ۱۴۳ زرو څخه ډېر کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان اوس اعلان کړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې به د نس ناستې پېښې د تېر کال په پرتله زیاتې شي.

 په ځانګړې توګه په افغانستان، کامرون، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، مالاوي، نایجیریا، سومالیا او سوریه کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات دی. د روغتیا نړیوال سازمان اوس اعلان کړی دی: «هرڅومره چې دا ناروغي په پراخه کچه خپريږي، هومره یې کنټرول ستونزمن وي.»

د دې سازمان په وینا، د کولرا خپریدل د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي، بې وزلۍ او شخړو سره نږدې تړاو لري. په ټولیز ډول په ۴۴ هیوادونو کې د کولرا پیښې ثبت شوي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله پکې نهه هېوادونه ور اضافه شوي دي. همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان ته د کولرا له امله د ۲۳۴۹ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

په اسیا کې سوريه،افغانستاناو فلېپين هغه هېوادونه دي چې د دغې ناروغۍ له امله په کې تر ټولو ډېر انسانان مړه شوی دي. په اسیا کې د ټولټال ۳۹۴ مړینو څخه یې په افغانستان او فیلیپین، په هر يو کې هر یو یې ۱۰۰ او سوریه  کې ۱۰۲ کسان مړه شوي دي. د افریقایي هیوادونو په منځ کې ، نایجیریا د کولرا ترټولو ډير قربانیان ثبت کړي.

د روغتيا نړیوال سازمان د معلوماتو پراساس، د ۲۰۲۳ م کال وروستي ارقام ښیې، چې په نړۍ کې د کولرا د پیښو شمیر به دوام ومومي. په دې وروستیو کې د نړۍ ۲۴ هېوادونو ویلي، چې په ناڅاپه توګه پکې دغه ناروغي راڅرګنديږی.

کولرا زياتره وخت د طبيعي ناورينونو لکه زلزلې،طوفان او سېلابونو وروسته رامنځته کيږي. په دې وروستیو کې داسې اندېښنې شته، په لیبیا کې د سېلابونو تر ناورين وروسته ښايي دغه ناروغي خپره شي.

د ويبريو کولرا باکتریا د اسهال د ناروغۍ لامل کیږي. دا ناروغي په دې باکترياد اوبواو يا خوړو د ککړتيا له کبله رامنځته کیږي. 

د دې ناروغۍ په ډېرو پېښو کې یې علايم نه راڅرګنديږي خو د دې ناروغۍ په سختو حالتونو کې، په څو ساعتونو کې د بدن د مایعاتو او مالګې ضایع کيدل، د وینې جریان اخلاليدل، د عضلاتو درد، شاک او په پای کې د مړینې لامل کیدی شي.

د دې مرض د مخنيوي يو امکان واکسين دی. د کولرا واکسين تر دوو کالو پورې تاثير کوي او۹۰ سلنه ساتنه کوي. تر دې مودې وروسته دا واکسين يو وار بيا د څو ګوليو په خوړولو سره بايد تازه شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان په ۲۰۲۲م کال کې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې لرلې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*