افغانستان او پاکستان د نویو سوداګریزو اسانتیاو پر سر هوکړه کړې ده

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستان سره د سوداګریزو د لارې د ستونزو د هواري په موخه له هڅو خبر ورکوي.

د دغه وزارت سرپرست، نورالدین عزیز زیاتوي، دوی له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلي څو له دغه هېواد سره د موټرو او سوداګري راکړه ورکړه په روان هجري لمریز کال کې په عادي ډول پرمخ ولاړه شي.

نورالدین عزیز وايي، هڅه کوي چې د هېواد هغو سوداګرو ته چې پاکستان ته سوداګریز توکي صادروي، لازیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي و ویل: «تېر کال چې په کوم ځای کې مسایل څه نا څه پیچلي شول هغه تورخم بندر و، ځینې نور بندرونه هم وو، موږ اوس ان شاالله هوکړې ته رسېدلي یو چې تر راتلونکي یوه کاله پورې به د لاریو وضعیت هم بېرته نورمال حالت ته را وګرځي.»

ښاغلی عزیزي دغه راز زیاتوي چې ترکمنستان ته یې د ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ او سل زره متر مکعب مرمر ډبرو د صادرولو په برخه کې  له دغه هېواد سره هوکړه کړې او په نږدې راتلونکي کې به دغه هېواد ته دا صادرات پیل شي.

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو او سوداګریزو اړیکو د زیاتېدو په موخه باید څو اړخیز هوکړه لیکونه وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند و ویل: «له پاکستان سره چې کومه هوکړه شوې، د هغه پر بنسټ باید نه د پاکستان حکومت زموږ مال ته زیان واړوي او نه یې موږ د هغوی مال ته، پاکستان ته اوس زموږ ټرانزیټ ۸۰ سلنې راکم شوی دی.»

سوداګر، زلمی عظیمي و ویل:  : «از سوی پاکستان د پاکستان له لوري کومه بانکي ګرنټی چې وضع شوې ۱۰ سلنې مالیه اخلي، هغه ستونزې چې په بندرونو کې دي په حل کېدو دي خو پاکستان پر خپلو خبرو نه ودریږي.»

د څو ورځو لپاره د افغانستان د باروړونکو موټرو پر مخ د پاکستان د بندرونو تړل کېدل او د کراچۍ په بندر کې هېواد د سوداګرو د څه باندې څلور زره کانټینرونو درول کېدل په ۱۴۰۲ زېږدیز کال کې له پاکستان سره د افغان سوداګرو له لویو ستونزو بلل کیږي، چې سوداګرو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغانستان او پاکستان د نویو سوداګریزو اسانتیاو پر سر هوکړه کړې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*