انتونیو ګوترش د افغانستان وضعیت په تړاو ارزونه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په استولي راپور کې لیکلي، چې د افغانانو د اړتیاوو پوره کولو سره دې باور جوړنه وشي، په امنیتي، سیاسي او سیمه ییزو برخو کې دې همکارۍ وشي او پر داسې لاروچارو دې کار وشي چې افغانستان له نړۍوال نظام سره ګډ شي.

د انتونیو ګوترش دا راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې غوښتنې په ځواب کې استول کیږي چې له هغه یې د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د وضعیت ارزونې په اړه کړې وه.

د امنیت شورا رییس، ژانګ جون ته د انتونیو ګوترش په دې راپور کې لیکل شوي، چې د افغانانو بیړنیو اړتیاوو لکه روغتیا، معیشیت او د خوړو خوندیتوب مرستې باید له سیاسي کېدو لرې شي ترڅو دوامداره مرستو ته لا هواره شي.

دغه راپور چې طلوع نیوز ورته لاسرسی پیدا کړی، انتونیو ګوترش پکې د یو داسې میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې چې د تعامل ملاتړ وکړي او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي/استازې ته باید دنده ورکړ شي چې د نړۍوالې ټولنې او افغانانو ترمنځ د تعامل رامنځته کولو اسانتیاوې رامنځته کړي.

د راپور یو برخه کاږي: «اسلامي امارت ځکه تر دې دمه په رسمیت نه دی پېژندل شوی چې په نړۍواله کچه یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه راپور کې نه تبعیض اصل ته د درناوي غوښتنه شوې او ټینګار یې کړی، چې د ښځو حقونو درناوی وشي، په ټولو برخو کې ونډه ورکړ شي او د ټولو افغانانو بنسټیز حقونه او ازادۍ خوندي شي.

په راپور کې دا برخې د لومړیتوب په توګه په نښه شوي دي.

– له افغانانو سره دې نړۍوالې مرستې ډېرې شي.

– د افغانستان اقتصادي بیارغونې خنډونو لرې کولو لپاره دې اقتصادي ډیالوګونه او اصلاحات رامنځته شي.

– د افغانستان او نورو هېوادونو د نښلېدو لپاره دې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورې لارې فعالې شي.

– د داسې فعالیتونو هڅونه دې وشي چې پر بنسټ یې افغانان خپل سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز حقونه وپیژني.

د راپور په یوه بله برخه کې لیکل شوي، چې له افغانستانه د ترهګرۍ پراخیدو او مخدره توکو پلور او قاچاق اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره دې د افغانستان سرپرست حکومت او نړۍوالو ترمنځ دوه اړخیزه همغږي و همکاري رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدراز وړاندیز کړی، چې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو امنیتي همکاریو ملاتړ دې وشي او په تدریجي ډول دې د افغانستان د ننه ډیپلوماټیک تعامل بیا پیلېدو ته لار هواره شي.

په راپور کې د اسلامي امارت رسمیت پیژندنې په اړه ویل شوي: «رسمیت پېژندنه هغه وخت کیږي چې دوی [اسلامي امارت] نړۍوالو کنوانسینونو کې خپلې ژمنې ومني.»

د راپور له مخې، پر افغانستان لګېدلي بندیزونه؛ نړۍوالو کنوانسیونونو ته [چې افغانستان لاسلیک کړي] د دغه هېواد ژمن پاتې کېدو لپاره اړین دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز لیکلي چې د شویو ژمنو او هوکړو پر بنسټ باید په افغانستان کې د لاسرسي حق مساوي وي او دغه هېواد کې یو ټولګډونه حکومت جوړېدو لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "انتونیو ګوترش د افغانستان وضعیت په تړاو ارزونه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*