ایران په متقابل غبرګو کي د آلمان دوه ډیپلوماټان اخراج کړي

ایران په متقابل غبرګو کي د آلمان دوه ډیپلوماټان اخراج کړي
ایران په متقابل غبرګو کي د آلمان دوه ډیپلوماټان اخراج کړي

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کي د دغي کړني دلیل د آلمان له خوا «د ایران په کورنیو او قضايي چارو کي غیري مسؤلانه لاسوهنه» یاده کړه.

د آلمان د باندنیو چارو وزارت دغه پرېکړه د «انتظار وړ» خو «بې دلیله» وبلل. 

د آلمان د باندنیو چارو وزیري انالينا بيربوک تېره اوونۍ د ايران شارژدافیر احضار کړی وو.

د آلمان د باندنیو چارو وزارت دغه کار د ایران لاصله آلماني بندي، جمشید شارمهد ته په ایران کي د محکمې له خوا د اعدام د امر صادرولو په ځواب کي کړی و. 

دغه ۶۷کلن فعال او سافټ ویر جوړونکی په ایران کي د “افساد في الارض” یا «په مځکه کي د فسادونو» په کولو محکوم سوی دی. 

ایراني مسؤلانو شرمهد د یوې سلطنت پلوي ډلي غړی یاد کړی دی، دا ډله په ۲۰۰۸ کال په یوې خونړۍ حملې کي په لاس لرلو مسؤله ګڼل کیږي.

د آلمان د باندنیو چارو وزارت په ټینګار سره ویلي دي چي د دوو ایراني ډيپلوماټانو د ایستلو پرېکړه يې ایران لاصله الماني ته په ایران کي د یوې محکمې له خوا د اعدام د حکم د صادرولو او «د نوموړي د زیاتو بشري حقونو څخه د پراخي سرغړوني» په ځواب کي کړې ده.

د آلمان د باندنیو چارو وزارت په وینا، له ایران څخه د آلماني ډيپلوماټود شړلو حکم «خپلسري او د دلیل وړ نه دی، هغه هیڅ ګناه او نمیګړتیا نه لري.»

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران په متقابل غبرګو کي د آلمان دوه ډیپلوماټان اخراج کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*