ایران کابو ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي

ایران کابو ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي
ایران کابو ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي

د بشري حقونو فعالانو د څېړنو په حواله په ایران کې په تېرو دوو میاشتو کې پر ۹۴ کسانو د اعدام سزاوې عملي شوي دي. د سيستماتيکې شکنجې په زور شوي «اعترافونه» د ايران د عدلیې د دې پريکړو اساس بلل شوي.

د بخښنې نړيوال سازمان د بشري حقونو د فعالانو او همدا راز په امريکا کې د بشري حقونو د عبدالرحمان – برومند په نوم مرکز د ايران د اسلامي جمهوریت پر چاروکو تور لګولی دی چې په جنورۍ او فيبرورۍ میاشتو کې یې ۹۴ د مرګ سزاوې عملي کړي دي.

اقليتونه په ځانګړي ډول په نخښه کيږي

دواړو سازمانونو د تېر کال د همدې مودې په پرتله دې «څرګند لوړوالي» ته په کتو سره ژور اندېښنه څرګنده کړې ده. ويل شوي دي چې په ځانګړې توګه له تعقيب سره د مخ اقليتونو غړي په مخ پر زياتیدونکي توګه د مرګ په سزا محکومیږي.

زياته شوې ده چې ايراني چارواکو د روان ميلادي کال له پېل راهيسې تر اوسه د ایران د عربي اقليت اهواز يو غړی، ۱۴ کردان او ۱۳ بلوڅان اعدام کړي دي.

د عبدالرحمان – برمند – مرکز څخه رويا برومند وايي چې د چارواکو چلن نه يوازې «د نژادي اقليتونو د ځپلو يوه غير مناسبه هڅه ده بلکې د دې ویرې د خپرولو هڅه هم ده چې هر ډول اپوزيسيون يا مخالفت په وحشيانه زور ځپل کیږي که هغه پر سړکونو وي او که د دار په تخته وي.»

په استانبول کې هم د مهسا اميني تر مړينې وروسته مظاهرې وشوې

د بخښنې نړيوال سازمان هم پر ايران تور لګوي چې د اعدام سزا د نژادي لږکيو د «ځپلو له پاره د يوې آلې» په توګه کاروي. د ايمنستي انترنيشنل آلمان د ایران کارپوه دېرک کارګ وويل: «د اعدامونو خورا لوړ شمیر ټکان ورکوونکی دی.»

نوموړي زياته کړه چې دا اعدامونه «د ډېرو غير شفافو محاکمو په پايله کې ترسره شوي چې د سیسټماتیکو شکنجو په ترڅ کې پر ترلاسه شويو اعترافونو تکيه کوي.»

ايمنستي د اعدام سزا بنديدو غوښتنه کوي

د بخښنې نړيوال سازمان د ایران پر حکومت غږ وکړ چې پر اعدام بندیز وضع کړي، غير عادلانه پريکړې او د مرګ سزا له منځه يوسي او په ایران کې د اوږدو سوله ایزو مظاهرو په تړاو د نيول شويو کسانو پر ضد د اقامې دعوې لغوه اعلان کړي.

په ايران کې په تېر مني کې پرله پسې څو اوونۍ خلک په ډله ایزه توګه سړکونو ته راوتل څو د هيواد د مشرتابه پر ضد احتجاج وکړي. دا مظاهرې د پوليسو په توقيف کې د يوې ۲۲ کلنۍ کردۍ نجلۍ مهسا اميني تر مړينې وروسته پېل شوې.

نوموړي زياته کړه چې دا اعدامونه «د ډېرو غير شفافو محاکمو په پايله کې ترسره شوي چې د سیسټماتیکو شکنجو په ترڅ کې پر ترلاسه شويو اعترافونو تکيه کوي.»

د بشري حقونو د فعالانو د معلوماتو په حواله د دې مظاهرو په تړاو په زرونو کسان نيول شوي چې لږ تر لږه ۴۰ یې خارجي اتباع دي. ایران د دې مظاهرو څلور تنه ګډونوال اعدام کړي دي.

په ایران کې په عمومي توګه د مرګ سزا په ځړولو سره عملي کیږي. د اعدامونو د شمیر په اړه رسمي معلومات نشته. د ايمنستي انترنيشنل د معلوماتو په حواله په ايران کې د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ نیمايي کې نيږدې ۲۵۰ کسان اعدام شوي ول. د بشري حقونو فعالان له کلونو راهېسې په ایران کې د اعدام پر سزا نيوکې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران کابو ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*