ایران ۱۸۱ افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي

ایران ۱۸۱ افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي
ایران ۱۸۱ افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې ایران ۱۸۱ نور افغان زندانیان دوی ته سپارلي دي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه زندانیان تېره ورځ د هرات اسلام کلا بندر کې د دوی حکومت ته سپارل شوي دي.

هغه لیکلي: «نن د ۱۴۰۱ هـ ش کال د حوت ١٨ د ایران له لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په لړ کې (١٨١) افغان بندیان چې په ایران کې زنداني ول د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لارې افغان حکومت ته وسپارل شول.»

له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو اخراج. د ارشیف انځور

حافظ ضیا احمد تکل ویلي دي چې حکومت یې له ایراني چارواکیو سره د خبرو اترو له لارې دې پایلې ته رسېدلي دي چې ایران به ګڼ نور افغان زندانیان د افغاسنتان حکومت ته وسپاري.

ویل شوي دي چې د دغو زندانیانو په سپارلو سره په تېره یوه اونۍ کې افغانستان ته د سپارل شویو افغانانو شمېر ۹۰۰ ته ورسېد.

پر افغانستان د جمهوری نظام د حاکمیت د ختمیدو را وروسته ګڼ افغانان د ایران او نورو هيوادونو له لارې بهرنیوّ هېوادونو ته په ناقانونه لارو سفر کوي چې ډېر کله ترې د زنداني کېدو، وژلو، ټپي کېدلو او شکنجې رپوټونه خپرېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران ۱۸۱ افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*