بدخشان: غني کانونه، خو خراب او خطرناک سړکونه

💬0

بدخشان: غني کانونه، خو خراب او خطرناک سړکونه

سره له دې چې بدخشان ولایت د سرو زرو او لاجوردو په ګډون د قیمتي منرالونو له پلوه د افغانستان یو له بډایه ولایتونو څخه شمیرل کیږي او په وروستیو کلونو کې د دغه ولایت له بیلابیلو سیمو څخه لسګونه ټنه سره زر استخراج شوي، خو اوسیدونکي یې لا هم له جدي ننګونو په ځانګړې توګه د سړکونو خرابوالي سره مخ دي.

د یاوان ولسوالۍ د “یالور” سیمه د دغه ولایت له مهمو لارو څخه ده چې نږدې اوه ولسوالۍ د بدخشان له مرکز فیض اباد ښار سره نښلوي. خو په دې لاره هره ورځ مسافر او موټر چلوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دبدخشان یو تن اوسیدونکی عبدالودود وايي: “زموږ ولسوالي ډیره لویه ده او دغه سړک ته سخته اړتیا لري، ناروغان په ځانګړې توګه امیندواره میرمنې ولایتي روغتون ته د لیږدولو پر مهال له ډیرو ستونزو سره مخ کیږي، موږ د اسلامي امارت له چارواکو څخه غوښتنه کوو، چې دغه سړک ژر تر ژره ورغوي.”

د دې ولایت یو بل اوسېدونکی عزت الله هم وايي: “د درزاب د پنځو ولسوالیو سړکونه ډېر خراب دي، هر کال پر دغو لارو ډېر خلک مري. د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دغو سړکونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.”

د بدخشان په ډېرو سیمو کې اوس هم خلک له سیندونو څخه د تېرېدو لپاره د “کیم” په نوم دودیزه وسیله کاروي. یو موټر چې تل د تیریدو خطرناک وي او ځینې وختونه اوسیدونکي وژني.

د بدخشان اوسیدونکي له چارواکو غواړي چې د سړکونو د جوړولو تر څنګ دې ورته خوندي پلونه او سړکونه جوړ کړي.

په همدې حال کې دبدخشان والي محمد اسمعیل غزنوي وايي چې په دغه ولایت کې د څو مهمو سړکونو د جوړولو پلان داسلامي امارت د رهبرۍ له لوري منظور شوی او اوس په اداري او لوژستیکي پړاوونو کې دی.

هغه وويل: د کشم- تګاب سړک، د ارګو-درم سړک، د ورېښمو لويه لار او د درزاب حلقوي سړک منظور شوي او اوس د پرمختګ په حال کې دي، د حلقوي سړک سروې هم بشپړه شوې او دا پروژه به د ملي دفاع وزارت له خوا جوړه شي.

د بدخشان اوسېدونکي په دې باور دي چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د تګ راتګ د اسانتیا تر څنګ د ترافیکي پېښو کچه هم راکمه شي او د دغه ولایت د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره به زمینه برابره شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بدخشان: غني کانونه، خو خراب او خطرناک سړکونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*