بلوچستان کې پر چینايي انجینرانو برید شوی

بلوچستان کې پر چینايي انجینرانو برید شوی
بلوچستان کې پر چینايي انجینرانو برید شوی

د بلوچستان ليبرېشن آرمي په نوم بېلتون پاله وسله والې ډلې ادعا کړې چې په ګوادر کې يې د چينايي انجينرانو پر قطار وسله وال بريد کړی دی. چين په پاکستان کې د ګوادر بندر پروژه تمويلوي.

بېلتونپاله بلوڅ وسله والې ډلې (BLA) ويلي دي چې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۳ نېټه) يې د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګوادر کې د چينايي انجينرانو پر قطار وسله وال بريد کړی دی. له دې مخکې هم په پاکستان کې پر هغو پروژو او ورسره تړلو اشخاصوبريدونه شوي دي، کومې چې د چين له خوا تمويل کيږي.

د يادې بېلتون پالې ډلې مجيد څانګې ويلي دي چې دغه بريد چې د يکشنبې په ورځ پېل شو، لا تر اوسه ادامه لري. د پاکستان امنيتي چارواکو د بريد پخلی کړی دی، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې يې لا د رسمي معلوماتو له ورکړې ډډه کړې ده.

خو د بلوچستان پخواني داخله وزير، سرفراز احمد بګټي پر خپله ټويټرپاڼه چې اوس په ايکس پېژندل کيږي، ليکلي دي چې په دغه بريد کې هيڅ چينايي وګړي نه دي وژل شوي. هغه ليکلي چې په ګوادر کې د چينايي وګړو د موټرو پر قطار بريد په سخته توګه غندي. هغه زياته کړې: «شکر چې تلفات نه دي رامنځته شوي خو داسې راپورونه شته چې بريد پر شا تمبول شوی او بريدګر وژل شوي دي.«

راډيو پاکستان د دغه هيواد پوځ په حواله ويلي دي چې وضعيت تر کنټرول لاندې دی. دغې رسنۍ ويلي دي چې «په ګوادر کې د امنيتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې يو ترهګر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.«

بلوڅ بېلتونپال زيات وختونه په محاذ کې د خپلو لاسته راوړنو په هکله مبالغه کوي. له بل اړخه د بلوچستان امنيتي چارواکي دغه بريدونه تر هغه کوچني ښکاره کوي لکه چې په اصل کې پېښ شوي وي. د دې تر څنګ چارواکي د دا ډول بريدونو په تړاو په ځنډ او توقف سره معلومات وړاندې کوي.

د ګوادر بندر د چين لخوا تمويليږي. دغه هيواد د پاکستان سره په همکارۍ (CPEC) اقتصادي پروژه هم عملي کوي، چې د نړۍ سره د چين د نښلولو لپاره د نوې ورېښمي لارې په نوم هم پېژندل کيږي. پاکستان تر اوسه پورې د دغې پروژې د امنيت ساتنې او په دې توګه د چين د اقتصادي لېوالتياو د امنيت په مقصد په زرونو امنيتي چارواکي ګمارلي دي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*