د پاکستان بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو برید؛ ۱۴ پوځیان وژل شوي

په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان د وسله‌والو برید ۱۴ کسان وژلي دي.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي د پېښو په دوام د دې هېواد پوځ نن ناوخته خبر ورکړ چې د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په برید کې ۱۴ سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې وویل چې د امنیتي ځواکونو دوه موټر چې پوځي پرسونل په کې سپاره وو، په دې برید کې په نښه شوي دي.

په بیان کې کومه ځانګړې ډله په دې برید نه ده تورنه شوې، خو دومره یادونه شوې چې دا یوه تروریستي حمله وه.

فرانس‌پرېس خبري آژانس د چارواکو له خوا د خپرو شویو تصویرونو په حواله په خپل راپور کې لیکي چې له چاودنې وروسته د پېښې د قربانیانو سوځېدلي مړي پر سړک پراته وو.

د راپور له مخې چاودنه د پاسني په نوم د ګوادر ولسوالۍ یوه ښارګوټي ته نږدې شوې دي.

دا سیمه چې د کب نیوونکو د سیمې په نوم یادېږي، د ایران له سرحد څخه د کراچۍ پر لور د لویې لارې پرسر پرته ده.

په بلوچستان ایالت کې له نږدې لسو کلونو راهیسې د بلوڅ بیلتونپالو چریکي جګړې روانې دي.

دا جګړه د بلوچستان د ګاز او کانونو د پراخو زېرمو د کنټرول پرسر پیل شوې ده.

بلوڅان له کلونو راهیسې شکایت کوي چې دوی ته د ایالت له دې پراخو طبیعي شتمنیو څخه عادلانه برخه نه ورکول کېږي.

نن له دې مخکې په خیبرپښتونخوا ایالت کې هم د پولیسو یو میني بس په یوه چاودنه کې په نښه شو چې ۵ ملکي وګړي یې ووژل او ۲۱ تنه نور یې ټپیان کړل.

دا چاودنه په ډېره اسماعیل خان کې په هغه سیمه کې وشوه چې په وروستیو څو میاشتو کې د افراطي وسله‌والو فعالیتونه پکې زیات شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پاکستان بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو برید؛ ۱۴ پوځیان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*