جان محمد اڅکزی افغان طالبان د پاکستاني طالبانو غورځنګ وروڼه ګڼي

په پاکستان کې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزی وايي، “افغان طالبان د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي‌ټي‌پي وروڼه ګڼي.”

ښاغلي اڅکزي دغه څرګندونې له بي‌بي‌سي پښتو تلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړی وايي”په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان پولې ته نژدې بریدونه کېږي، د دې بریدونه یو علت دا دی چې په ګاونډ کې مرکزونه دي، هلته دا کسان تربیه کېږي، له دوی سره مرستې کېږي او موږ افغان طالبان په اصطلاح د ټي ټي پي طالبانو وروڼه ګڼو. همدا وجه ده چې دوی [افغان طالبان] له هغوی سره مرستې کړې دي”.

ښاغلی اڅکزی ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته “امریکايي وسلې ورکوي.”

د طالبانو حکومت دغه ډول ادعاوې پخوا بې‌ځایه بللې دي. طالب چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي وو، ښايي د جمهوریت د پرځېدو پرمهال ځینې وسلې بې ځایه شوې وي، خو ټینګار کوي چې له واکمنېدو وروسته یې ټولې وسلې خوندي دي.

امریکايي چارواکو له افغانستانه له وتو وروسته ویلي وو، چې په دغه هېواد کې د شاوخوا اته میلیارده ډالرو وسلې پاتې دي.

“افغان طالبانو سره مرسته زموږ غلطي وه”

د ویډیو تشریح،جان محمد اڅکزی افغان طالبان د پاکستاني طالبانو غورځنګ وروڼه ګڼي

ښاغلي اڅکزی چې ځینې وخت د طالبانو حکومت پر وړاندې تونده ژبه کاروي، مني چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د پاکستان حکومت افغان طالبانو ته پنا ورکړې وه، خو وايي دغه “مرسته یې غلطي وه.”

دی زیاتوي “له کراچۍ رواخله تر کوټې او پېښور پورې، دوی زموږ مېلمانه وو. موږ هیله لرله چې کله د طالبانو حکومت په افغانستان کې راشي، د پاکستان لپاره به جدي ګواښ نه وي.”

په پاکستان کې ټاکنې د راتلونکې فبرورۍ پر اتمه پلان شوي دي او د ټاکنو کمیسیون د کاندیدانو رسمي نوملړ هم خپور کړی دی.

خو په پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کې ټاکنیزې منډې ترړې د ځینو امنیتي اندېښنو له امله پیکه ښکاري. آن په ځینو ځایونو کې کاندیدانو ته ځايي امنیتي چارواکو لیکلي خبرداري هم ورکړي چې خپل خوندیتابه ته پام وکړي.

په ۲۰۲۳ کې پاکستان کې د ناامنيو ډېرې پېښې او بریدونه هم په همدغو دوو ایالتونو کې وو. ښاغلي اڅکزی په پاکستان کې دننه د امنیتي پېښو ډېره پړه پر ګاونډیانو ور اچوي.

ښاغلی اڅکزی وايي، په پاکستان کې د بریدونو شواهد یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.

د طالبانو ځواب څه دی؟

 ذبیح الله
د عکس تشریح،د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله بي‌بي‌سي پښتو تلویزیون سره مرکه کې ویلي، د پاکستان امنیت د دغه هېواد کورنۍ مسله ده. نوموړي مخکې هم ویلي چې پاکستان دې “د خپل بام واورې په نورو نه اچوي.”

د طالبانو حکومت بیا وايي، چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو پر خلاف وکارول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله بي‌بي‌سي پښتو تلویزیون سره مرکه کې ویلي، د پاکستان امنیت د دغه هېواد کورنۍ مسله ده. نوموړي مخکې هم ویلي چې پاکستان دې “د خپل بام واورې په نورو نه اچوي.”

د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه اړیکي لا نور خراب شول چې تېر اکتوبر کې اسلام اباد اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې یو اعشاریه اووه میلیونه “بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته استوي.”

که څه هم طالب چارواکو بیا بیا د دغه بهیر د درېدو غوښتنه کړې، خو لا هم ګڼ شمېر افغان کډوال افغانستان ته ستنول کېږي.

لومړی نظر وکړئ on "جان محمد اڅکزی افغان طالبان د پاکستاني طالبانو غورځنګ وروڼه ګڼي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*