داع-ش ادعا کوي په جرمني کې د چاقو برید دوي کړی

د اسلامي دولت یا داع-ش ډلې شنبه اګست ۲۴ ( وږي دریمه) ادعا وکړله چې دجرمني سولینګن په ښار کې په مراسمو باندې برید دوی کړی چې د چارواکو په وینا درې تنه پکې ووژل شول او اته نور ټپي شول.

داع-ش په یوې اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې خپره شوې ادعا کړې چې برید کوونکي ددې ډلې “سرتیری” دی او دا یې هم ویلي چې دا برید په فلسطین او نورو ځایونو کې د مسلمانانو د بدل اخیستو په خاطر شوی.

د داع-ش په اعلامیې کې نور جزیات ندي ورکړل شوي خو ښایي هدف به یې په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیلي ځواکونو جګړه وي.

په جرمني کې پولیسو د پیښې په تړاو دوه تنه نیولي چې یو یې ۱۵ کلن تنکی ځوان دی او پولیسو ویلي چې د پیښې له ځای څخه لږ لیرې یې په یوې لیلیې کې نیولی چې پنا غوښتونکي پکې دیره دي.

پولیسو تر اوسه د برید انګیزې په هکله څه ندي ویلي او دا هم نده څرګنده چې د پیښې په تړاو نیول شوي مشکوک کسان د کوم هیواد / هیوادونو اتباع دي.

داع-ش د خپلې ادعا د اثبات په خاطر چې ګنې برید ګر د هغوي سرتیری دی، هیڅ شواهد ندي وړاندې کړي.

خو په جرمني کې چاروکو ویلي چې د برید په هکله د ترهګرۍ سره اړخ لرلو پر اساس پلټنې کوي ځکه دوي وایي چې د برید کومه بله ښکاره انګیزه نده معلومه او دا چې په پیښې کې وژل شوي او ټپي شوي کسان هم د کومې ځانګړې ډلې پورې اړه نلري چې د برید کیدو خطر سره مخ وي.

دا پیښه تیره ورځ د سولینګن په ښار کې پداسې حال کې وشوه چې ګڼ شمیر خلک د همدې ښار د د ۶۵۰ مې کالیزې لمانځلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې راټول شوي و.

پولیس وایي داسې ښکاري چې برید کوونکي کوښښ کاوه خلک په مریو کې په چاقو ووهي.

د جرمني صدراعظم اولف شولتز ویلي چې د دې “جنایت مرتکب” باید ژر تر ژره ونیول شي او سزا ورته ورکړل شي.

دا په جرمني کې څوم ځل دی چې په خلکو د برید کولو لپاره له چاقو کار اخیستل کیږي.

د همدې روان میلادي کال د مې په میاشت کې هم په مظاهرې کې د پولیسو یو افسر د چاقو په برید کې ووژل شول او پنځه عام خلک ټپي شول.

د جرمنې د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر ژمنه کړې چې د چاقو پواسطه جنایي پیښو سره به مبارزه کوي

منبع

لومړی نظر وکړئ on "داع-ش ادعا کوي په جرمني کې د چاقو برید دوي کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*