د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید کې ‘مرګژوبله اوښتې’

د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید کې 'مرګژوبله اوښتې'
د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید کې ‘مرګژوبله اوښتې’

پاکستاني پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو وسله وال برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د پولیسو له خوا د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، بریدګرو د ګازو او تېلو پر دوو څاګانو ام۸ او ام۱۰ برید کړی، پر ام۸ د برید پر مهال بریدګر په شا تمبول شوي، خو پر ام۱۰ برید مرګژوبله اړولې ده.

د بریدګرو د شمېر په اړه ضدو نقیض مالومات ورکړل شوي دي. ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ بریدګر وو او شاوخوا دوه نیم ساعته یې جګړه وکړه.

د پولیسو په وینا، دا د ګازو پر دې تاسیساتو دریم برید دی، له دې مخکې برید کې یو سرتېری وژل شوی و او یو ټپي و.

رویټرز خبري اژانس سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي عمران خان له خولې بیا ویلي چې، د انرژۍ پر دغو تاسیساتو لږ تر لږه پنځوسو وسله والو برید کړی دی.

پولیس چارواکي رویټرز ته ویلي:”د ایم او اېل په نوم د تېلو او ګازو شرکت پر تاسیساتو شاوخوا پنځوسو وسله والو برید کړی، چې څلور پولیسان او د انرژۍ د دغه شرکت دوه ساتونکي یې وژلي دي.”

د رویټرز خبري اژانس له خوا خپور شوي رپوټ کې راغلي:” مخکې له دې چې بریدګر له سیمې ووځي د ګازو تولید کارځای په برېښنا کوټ کې یې د لمریزې برېښنا سیستم زیانمن کړی.”

د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د هنګو او د شمالي وزیرستان په ګډون ډېرو دې سیمو کې د (ټي ټي پي)وسله وال فعال دي.

د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو له کبله ډېر کله د تېلو او ګازو تولید کې وخت ناوخت کمښت رامنځته کېږي.

د رویټرز په وینا، دغه سیمه کې د اوږدې مودې نا امنۍ له امله ادارې د تېلو او ګازو د لویو زېرمو په موندلو نه دي توانېدلي.

پاکستان د تېلو او ګازو د استخراج لپاره کافي بودیجه او تجربه نه لري او بهرني شرکتونه هم د امنیتي ننګونو له امله هلته پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*