د خیبرپښتونخوا په کرمه کې د مذهبي ډلو ترمنځ اوربند؛ لارې په خلاصېدو دي

د خیبر پښتونخوا په کرمه کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ تر خونړۍ جګړې وروسته چې دواړو غاړو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې، اوربند شوی او تر هغه وروسته په سیمه کې تر دا مهاله کومه پېښه نه ده شوې.


د سیمې یو ځايي اوسیدونکي احمد توري له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د جګړې په ټولو سنګرونو کې اوربند ټینګ دی او تر اوسه هېڅ یوې خوا سرغړونه نده کړې. نوموړی زیاته کړه چې د پېښور او کورمې ترمینځ لار لاهم بنده ده، خو د امنیتي ځواکونو په بدرګه ځینې کسان یوې یا بلې خوا ته لېږدول کېږي.


رسنۍ وايي چې د افغانستان اړخ ته هم چارواکو د پکتیا د ډنډپټان سیمې لار چې د کرمې خرلاڅو سیمې ته غزېدلې ده، د جګړې له کبله د هر ډول ټرافیکو پرمخ تړلې وه. د امریکاغږ د پکتیا ولایت له چارواکو سره پدې اړه بیا بیا تونیو خو څه یې ترلاسه نه کړل. خو ناتائید شوي راپورنه وايي چې لار لاهم تړلې ده.


په نښتو اوښتې مرګ ژوبله


د مشال راډيو خبریال طارق اورکزی امریکا غږ ته وویل چې په کرمه کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ په نښتو کې له دواړو غاړو ۴۵ کسان وژل شوي دي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شوي دي.


د سیمې یو اوسېدونکی احمد توری بیا وايي چې په جګړه کې یوازې د شیعه ډلې نږدې ۳۱ تنه وژل شوي او ۴۵ ژوبل دي. له سیمې راپورونه، ځایي خلک او په جنګ کې ښکېلې خواوې د وژل شویو شمېر تر ۴۵ زیاته ښیي. خو په ځبلږاکه توګه د کره شمېرو پخلی لا هم نشته.


طارق اورکزی وايي،‌ چې په کرمه کې ټول بازارونه بېرته خلاص شوي، د تګ راتګ لارې پرانيستل شوي او د موبایل او انټرنېټ خدمات چې له لسو ورځو راهیسې بند شوي وو بیرته فعال کړای شوي دي.


نوموړی زیاتوي، په کرمه کې چې کله جګړه پېل شوه نو حکومت درې ځله شیعه – سني مشران په خپلو کې سره کېنول. هغوی پر لومړۍ ورځ پر اوربند متفق شول خو دا هڅې هغه وخت ناکامه شوې چې د اکتوبر پر ۲۶مه د کوزې کورمې په چارخېل کې وسلوالو پر هغو ګاډو ډزې وکړې چې شیعه ګان پکې سپاره وو او پاړه چینار ته روان وو.


په کرمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.


سږکال په کرمه کې وروستۍ نښتې په ظاهره د یوې لانجمنې ویډیو د خپرېدو پر سر رامنځته شوی وې. له امریکا غږ سره په خبرو کې د سیمې یو اوسېدونکی او تاریخ پوهه احمد توري وویل، چې نښته پر یوې ټولنیزې رسنۍ ټیک ټاک باندې ځینو کسانو یو بل ته مخامخ ښکنځلې کړې وې.
د روان کال په جولای میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ نښته هله بنده شوه چې له اورکزو، هنګو او کوهاټه مشران سیمې ته په جرګه ورغلل او هلته یې د دواړو خواوو ترمینځ د سولې تړون وکړ.


خو بیا هم په جولای میاشت کې په کرمه کې د دوو قبیلو ترمینځ د ځمکې پرسر له لانجې امله شاوخوا شپږ ورځې نښتې وشوې او درنه مرګ ژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې یو کلن اوربند وکړ.


تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کرمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پرضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې احتجاجونه وشول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د خیبرپښتونخوا په کرمه کې د مذهبي ډلو ترمنځ اوربند؛ لارې په خلاصېدو دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*