د سون‌توکو بازار کې بدلون؛ د بیو لوړېدل او د موټر چلوونکو اندېښنې

💬0

د سون‌توکو بازار کې بدلون؛ د بیو لوړېدل او د موټر چلوونکو اندېښنې

په تېرو دوو اوونیو کې هېواد کې د سون ‌توکو بازار له پرله‌پسې بدلونونو سره مخ و، د تېلو او ګازو بیې یوه ورځ لوړې شوې، څو ورځې وروسته لږ راټیټې شوې، خو اوس بیا مخ پر لوړ روانې دي.

یو شمېر موټرچلوونکي وایي، په دې موده کې د سون ‌توکو بیې څو ځله بدلې شوې؛ په یو پړاو کې تر ۹ افغانیو لوړې شوې، وروسته یوازې ۲ افغانۍ راکمې شوې او بیا بېرته تر ۸ افغانیو پورې زیاتې شوې.

یوه موټر چلوونکي حامد وویل: «کله چې د سون‌توکو بیه له ۱۰ تر ۱۲ افغانیو پورې لوړېږي، نو یوازې د دوو افغانیو کمښت بسنه نه کوي. زموږ هیله دا ده چې څومره بیې لوړېږي، هماغومره باید راټیټې هم شي.» 

یوه بل موټر چلوونکی، ګل‌اغا زیاته کړه: «له حکومت او سوداګرو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې پر خلکو او موټر چلوونکو رحم وکړي. زموږ د هېواد خلک له اقتصادي پلوه په سخت وضعیت کې دي او د موټر چلونې کار هم د پخوا په پرتله ډېر کم شوی دی.» 

په همدې موده کې د یو لیټر پټرولو بیه له ۶۶ څخه ۷۷ افغانیو، د یو لیټر ډیزلو بیه له ۶۵ څخه ۷۳ افغانیو، او د یو کیلو اوبلن ګاز بیه له ۵۶ څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سون‌ توکو د پلور نرخپاڼه هم چې د ښاروالۍ له لوري ټاکل کېږي، همدغه بدلونونه ښيي.

د کابل یوه اوسېدونکي، عبیدالله وویل: «دغه وضعیت موږ ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي. د تېرې اوونۍ د ګاز بیه له ۵۵ تر ۵۶ افغانیو پورې وه، خو اوس ۶۴ افغانیو ته رسېدلې او په ځینو سیمو کې ان ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.» 

بل لور ته، خصوصي سکټور د عرضې کمښت، په نړیوالو بازارونو کې د تقاضا زیاتوالی، د لېږد لګښتونه، له ایران څخه د واردېدونکو تېلو محدودیتونه، د روسیې د تېلو د پلور کمښت او د ترکمنستان د زېرمو کموالی د سون‌ توکو د بیو د بدلون اصلي لاملونه بولي.

د دوی په وینا، له ایران څخه د واردېدونکو تېلو لپاره د ټاکل شویو معیارونو له امله، نږدې ۱۸ زره ټنه تېل په سرحدي سیمو کې بند پاتې دي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې سلاکار خان‌جان الکوزي وویل: «دا موضوع ډېره د اندېښنې وړ ده. هغه مهال چې جګړه روانه وه، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو او ګازو بیې ټیټې وې، خو اوس چې وضعیت تر یوه بریده ښه شوی، بیې لوړې شوې دي. دا حالت پر خلکو ډېر فشار راوړي او هیله لرو چې اسلامي امارت او خصوصي سکتور د بیو د کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کړي.» 

افغانستان د خپلې اړتیا وړ شاوخوا ۶۰ سلنه سون ‌توکي د منځنۍ اسیا له هېوادونو او نږدې ۴۰ سلنه نور له ایران څخه واردوي.

د ځینو لارو د وارداتو کمښت او په نړیوالو بازارونو کې بدلونونه د افغانستان د کورنیو سون ‌توکو پر بازار اغېز لرونکي عوامل بلل کېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سون‌توکو بازار کې بدلون؛ د بیو لوړېدل او د موټر چلوونکو اندېښنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*